د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، مدني ټولنې او عام خلک له افغان حکومت نه غواړي، چې باید جرمي مسایل په جدي توګه وڅیړل شي او جنګي مجرمین د محاکمې میزته را کش شي.
دا غوښتنه وروسته ترهغې کیږي، چې د بخښنې نړېوال سازمان خپل تازه کلنی راپور خپور کړ او په هغه کې یې په افغانستان کې هم بېلابېلو ستونزو په ځانګړي توګه د جنګي مجرمینو نه مجازات کولو ته اشاره کړې.
په کابل کې د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون د سیمه ایز دفتر د انتقالي عدالت د څانګې مسوول رحیم الله رامح د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان حکومت په ملي او نړېواله سطح له غوښتنو سره سره لا تر اوسه د انتقالي عدالت مسالې ته رسیده ګي نه ده کړې:
"په مجموع کې د انتقالي عدالت پروسې ته د حکومت له خوا پاملرنه، نه ده شوې، کوم مسوولیتونه چې په دې برخه کې د بشري حقونو کمیسیون پورې اړوند دی کار یې کړی او شخړه یې مستنده کړې.
کله چې نهایي شي نو د یوه بشپړ راپور په توګه به خبریږي، وروسته د دولت د اړوندو ادارو صلاحیت دی چې په دې هکله څه ډول اجرات کوي".
امنیستي انټرنیشنل یا د بخښنې نړېوال سازمان په خپل دې تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې په امنیتي لحاظ لا هم ډیرې ستونزې شته او افغانان ځانونه خوندي نه ګڼي.
د دې سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مرستیالې پالي ترسکات څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د ګمارلو په پروسه کې معیارونه په پام کې نه نیول کیږي او همدا علت دی چې وسله والو مخالفانو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې لاره موندلې.
په افغانستان کې له څو کلونو راهیسې د انتقالي عدالت په اړه خبرې کیږي، خو په ملي او نړېواله سطح یو انتقاد همدا دی چې انتقالي عدالت په دې هېواد کې پرمختګ نه دی کړی.
په افغانستان کې د مدني ټولنې فعالان هم وایي، چې په دولتي دستګاو کې د جنګي مجرمینو د موجودیت له امله په دې هېواد کې ستونزې ډیرې دي، د مدني ټولنې یوه فعال محمد منیر سلام زي ازادۍ راډیو ته وویل، چې همدا جنګي مجرمین د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې ثبات نه غواړي:
"زیاتره جنګي مجرمین په لوړو حکومتي او یا هم په ملي شورا کې په واک کې دي.
د دې پرځای چې دوي مجازات شي دوي لا مکافات کیږي او واک ته رسول کیږي، دوي خپل پوځي توان ساتلی او ترڅنګ یې لوړ مالي وړتیا هم پیدا کړې، دوي په فساد، بډو او درغلیو کې هم لاس لري".
د بخښنې نړېوال سازمان هم ویلي، یو شمېر کسان چې په دولتي ادارو ته لاره مومي هغوی په خپله په جنګي جنایتونو کې ښکیل دي او د عدالت میزته نه دي کش شوي.
دې سازمان د جنګي جنایاتو له نړېوالې محکمې نه غوښتي چې په افغانستان کې د بشر پر ضد د جنایتونو په اړه جدي څیړنې وکړې.
په افغانستان کې عام خلک هم له دولت څخه غواړي چې جنګي مجرمین او هغه کسان چې پر خلکو زور زیاتی کړی محاکمه او مجازات کړي:
"۱- زه امان الله ځدراڼ نومیږم، کومو کسانو چې زور زیاتی کړی او جنایت یې کړی باید محاکمه او مجازات شي.
چاه تاوتریخوالی کړی، د چاه ورور یې وژلی حیا ته یې په بدو کتلي محاکمه دې شي.
۲- کومو مجرمینو چې پر موږ او زموږ په خاوره تیری کړی، ظلم او ستم یې کړی، خلکو ته یې ازار ورکړی، له دولت نه موغوښتنه ده چې باید سزا ورکړې شي".
د دې غوښتنو په اړه مو ډیره هڅه وکړه چې د حکومتي چارواکو نظر هم واخلو د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د بخښنې نړیوال سازمان اوپه افغانستان کې د بشري حقوقوخپلواک کمیسیون،مدنې ټولنې او عام خلک په داسې حال کې دا غوښتنه مطرح کوي چې د روان لمریزکال د ثور یا غویی د اتمې نیټې په تړاو د ملي یووالی د ګوند لخوا د لومړي ځل لپاره د تیرو دریو لسیزو د یوشمیر سیاسي او پوځي مشرانو چلیپا کړي عسکونه په کابل ښارکې خپاره شول.
دغه راز سلګونو کسانو په دې اړه په کابل ښارکې مظاهره هم وکړه او د هغو کسانوپرضد یې شعارونه ورکړل چې دوی جنګي مجرمین او د افغانانو قاتلین بلل.
نسیم شفق