د مشرانو جرګې یوشمیر غړي وایي چې په ایران کې اوس هم د افغان زندانیانو د اعدامولو سلسله روانه ده.
د دغې جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله وایي چې د ایران حکومت د اعدام شویو کسانو جسدونه هم افغان حکومت ته نه سپاري.
د هغو معلوماتو له مخې چې د بهرنیو چارو وزارت یو شمیر سناتورانو ته ورکړي ویل کیږي چې په تیرو څو اونیو کې څلور افغان زندانیان په ایران کې اعدام شوي دي.
د مشرانو جرګې د سه شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د دغې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړې نجیبې حسیني د بهرنیو چارو وزارت د قنسلي مرستیال له خولې وویل چې له یوه کال راهیسې ایران د اعدام شویو کسانو جسدونه افغان حکومت ته نه ورکوي.
″د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون د بهرنیو چارو وزارت له قونسلي مرستیال سره یو ملاقات درلود چې نتیجې یې داسې دي.
د څو اونیو په ترڅ کې څلور افغان زندانیان په اعدام محکوم اودغه حکم پرې عملی شوی دی.
له یوه کال را په دې خوا د اعدام شویو کسانو جسدونه د دوی خپلوانو ته نه سپارل کیږي.″
تراوسه معلومه نه ده چې له یوه کال را په دې خوا څومره افغان زندانیان په ایران کې اعدام شوي دي.
خو دغه پریکړه چې ایران به د اعدام شویو افغانانو جسدونه خپلو کورنیو ته نه سپاري د ایران د ملي امنیت شورا او قضایه قوې له خوا شوې ده.
په همدې حال کې یوشمیر عام افغانان له حکومت څخه غواړي چې په ایران کې د اعدام شویو او اعدام کیدونکو افغانانو جسدونه باید ددوی کورنیو ته وسپارل شي.
خو د بهرنیو چارو وزارت یوې معتبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، دغه وزارت هڅه کوي چې په ایران کې په اعدام د محکوم شویو کسانو حکم په حبس بدل کړي.
دغې سرچینې زیاته کړه چې تراوسه دغه مسله د ایران او افغان حکومت ترمنځ د یوې ستونزې په توګه پاته ده.
د راپورونو له مخې دایران پولې ته نږدې یو شمیر ایراني قاچاق وړونکي افغان ماشومان دې ته هڅوي چې ایران ته نشه یې مواد له ځانه سره یوسي.
د ایران دقانون له مخې هرهغه څوک په اعدام محکومیږي چې له لسو کیلو ګرامو څخه زیات نشه یې مواد ورسره ونیول شي.
د راپورونو له مخې دا مهال په ایران کې کابو پنځه زره تنه افغانان بندیان دي، چې شاه خوا دوه زره تنه یې د نشه یې توکیو د قاچاق او داسې نورو جرمونو په تورپه اعدام محکوم شوي دي.
راپور: اسدالله لودین