د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۲

"د ملا داد الله فدایي محاذ ډله د ایران او ISI له خوا تمویلیږي"


د ملا داد الله فدایي محاذ په دې وروستیو کې په افغانستان کې خپلې هڅې او فعالیتونه پیل کړي ترڅو له امریکا سره د ستراتيژیک سند د تصویبیدو په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.

د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ملا دادالله محاذ د ایران د سپاه پاسداران او د پاکستان د ای ایس ای له خوا تمویلیږي.

دغې سرچینې زیاته کړه، چې ایران او پاکستان غواړي د دغې ډلې په وسیله په افغانستان کې خپل اهداف پرمخ بوځي او له امریکا سره د ستراتيژیک سند د تصویبیدو مخه ونیسي، خو د ملي امنیت ریاست مرستیال محمد یاسین ضیا د دادالله د فدایي محاذ فعالیتونه د اندیښنې وړ نه بولي.

ښاغلي ضیا چې د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته خبرې کولې وویل، چې دغه ډله غواړي د ګاونډیو هېوادونو په لمسون په افغانستان کې رواني جګړې پرمخ بوځي:

"دا یوه رواني جګړه ده، یو څو کسان راټول شوي او د ملا داد الله په نوم یې داسې ډله جوړه کړې چې نوم یي د خلکو په ذهنونو بد اغیز وکړي.

په دې برخه کې باید هیڅ اندیښنه موجوده نه وي، ځکه دا یوازې رواني جګړه ده، د ملا دادالله محاذ له نورو تروریستي ډلو سره هیڅ توپیر نه لري.

دغه ډلې ټولې د افغانستان له پولو ها خوا تمویل او روزل کیږي او موږ ته راستول کیږي."


د راپورونو له مخې د ملا داد الله فدایي محاذ له شااوخوا څلورو میاشتو راپه دې خوا فعالیت پیل کړی او د سولې عالي شورا د بندیانو د کمیټې د مشر مولوي ارسلا رحماني د وژلو مسولیت یې هم په غاړه اخیستی دی.

مولوي رحماني یوه اونۍ وړاندې د کابل په لویدیځ کې ووژل شو، خو د ملا داد الله فدایي محاذ تر اوسه په مشخص ډول نه دي ویلي چې رحماني یې ولې وواژه.

د ملا داد الله فدایي محاذ د ملي شورا یو شمېر غړو ته هم د مسیج په وسیله خبر داری ورکړی چې له امریکا سره ستراتیژیک سند تصویب نه کړي.

په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي چې د پاکستان استخبارات غواړي د همدې ډلې په نوم خپل فعالیتونه وکړي.

پوځی کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل په دې باور دی چې د ملا داد الله د محاذ په نوم کومه ډله اصلي موجودیت نه لري:

"لومړۍ زه یقین نه لرم چې داسې محاذ دې وجود ولری، خو دا کسان د ای،ایس،ای کسان دي، ای ایس آی چې په افغانستان کې کوم عمل وکړي د دې لپاره چې څوک ورته متوجه نه شي یو نوم پرې کیږدي او وایي چې دا د پلانکي محاذ شو، خو په حقیقت کې هغه محاذ وجود نه لري، دا د دوی فرعي عملونه دي، اصلي عمل دوی کوي پړه په بل چا اچوي، دا محاذ کاملآ یو مصنوعی شی دی."

د ملي شورا یو شمیر غړي بیا وایي چې د ملا داد الله د محاذ ګواښونه به د دوی په ارادې کوم اغیز ونه کړي او زیاتوي چې له امریکا سره ستراتيژیک سند به هرو مرو تصویبیږي.

د ملا داد الله د محاذ جوړیدل په داسې حال کې په ایران او پاکستان تپل کیږي چې د طالبانو یوه پخواني قومندان مولوي قلم الدین هم ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال دوی د داسې کومې ډلې نوم نه وو اوریدلی.

راپور:اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG