د شیکاګو په کانفرانس کې به د ناټو او نورو هېوادونو مشران د افغانستان د جګړې د پای لپاره د یوې داسې ستراتیژۍ په برابرولو خبرې وکړي چې دوې لسیزې دمخه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد له وتلو وروسته د هغه مهال د رامنځته شوي ګډوډۍ د تکرار خطر په کې موجود نه وي.
هغه خطر چې د فرانس پریس خبري اژانس په وینا په افغانستان کې يې د القاعده شبکې رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړه.
په داسې حال کې چې د ناټو هېڅ یو غړی هېواد د لا نور وخت لپاره د افغانستان د جګړې د ترسره کولو لپاره لیوالتیا نه لري یوازینۍ انتخاب د یوه داسې افغان امنیتي ځواک جوړول دي چې له ۲۰۱۴ وروسته د طالبانو او د هغوى د ملاتړو په وړاندې د جنګېدو توان ولري.
د فرانسې د خبري اژانس په وینا ددې لپاره افغانستان په کلني ډول څلور اعشاریه یو ملیارد ډالرو ته په داسې وخت کې اړتیا لري چې اکثره لوېدیځ هېوادونه له مالي او اقتصادي ستونزو سره لا س او ګریوان دي.
د امنیتي مسووليتونو د انتقال د کمیسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمد زي فرانس پریس اژانس ته ویلي تیر کال د افغان امنیتي ځواکونو لګښت ۶ ملیارده ډالر وو په داسې حال کې چې د افغانستان عايد یوازې یو اعشاریه ۷ ملیاردو ډالر و.
نوموړي ویلي د افغان ځواکونو مالي ملاتړ په اصل کې د نړیوال امنیت په برخه کې پانګونه ده.
خو د ولسمشر باراک اوباما او د ناټو د مشرانو مخته په دې برخه پروت خنډ خپل ولسونه په دې قانع کول دي چې د افغانستان جګړه په دغو سترو لګښتونو ارزي.
په همدې حال کې د پولنډ ولسمشر د روانې اوونۍ په سر کې وویل هغه هېوادونه به چې له افغانستان سره مالي مرسته کوي په دې اړه چې مرستې يې په امنیتي او یا ملکي برخه کې مصرف شي له سختو پریکړو سره مخامخ وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جاوېد لودین وايي لوېدیځ قدرتونه چې کله له افغانستان سره د خپلو مالي مرستو اندازه ټاکي نو دا بايد په پام کې ونیسي چې په دغه سیمه کې فعال تروریزم د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی.
جاوېد لودین ویلي دا خیرات نه دی چې افغانستان به يې اخلي بلکې هېواد يې دا مهال او په راتلونکې کې به هم له تروریزم سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې واقع دی .
نوموړي ویلي تروریزم په افغانستان کې نه دی پېدا شوی بلکه دې هېواد ته له پولو اغاړه څخه راوړل شوی چې د لوېدیځ د خلکو په شان افغانان يې قربانیان دي.
د فرانسې د خبري اژانس په وینا که څه هم افغان ځواکونو ته د امنیتي مسووليتونو د انتقال پروسه پیل شوې خو لا هم افغان ځواکونه د فساد او سرتیرو د تیښتې په شمول له راز راز ستونزو او نیمګړتیاوو سره مخامخ دي.
دغه راز یو شمیر افغان محلي مقامات شکایت لري چې ځواکونه يې د درنو وسلو او مهماتو په شمول نور لازم وسایل او اسانتیاوې نه لري.
ناټو دا مهال څه د پاسه درې نیم لکه افغان سرتیرو ته روزنه ورکوي خو ویل کیږي چې له ۲۰۱۵ وروسته به دا شمیر دوه لکه او دیرش زرو ته راکم شي او د فرانس پریس په وینا د څلور اعشاریه یو ملیارده ډالرو مالي مرسته به هم له وړوکي افغان امینتي ځواک سره کیږي.