د افغانستان د کانو وزارت وایي، د چېن د پطرولو ملي کمپنۍ او د وطن په نامه د هغوي افغانه شریکه کمپنۍ چې څه موده وړاندې یي د امو د سیند د حوزې قراردا تر لاسه کړی و ، په لومړي سر کې به په ورځ کې پنځه زره بیرله تیل استخراج کړي.
افغانستان په نړۍ کې د طبیعې زیرمو ډېرې سترې زیرمې لري او په دې جنګ ځپلې هېواد کې به دا د تیلو لومړی استخراج یا تولید وي.
د افغانستان د کانو وزارت ویاند ښاغلي جواد عمر ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دغې پروژې او استخراج په اړه وویل:
“د افغانستان د کانو وزیر پرون د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې پنځه میاشتې وروسته به د امو د سیند له حوزې څخه د تیلو استخراج پیل شي.
لکه څنګه چې تاسې خبر یاست، د امو د سیند مربوط درې بلاکونه د داوطلبۍ لپاره وړاندې شوي وو.
دولسو سوداګریزو کمپنۍ په دې برخې کې د پانګوونې غوښتنه وکړه. موظفې کمیټې پنځه کمپنۍ د شرایطو واجدي وبللې او له هغوي څخه څلورو یي په خپل وخت وړاندیزونه او اسناد وړاندی کړل.
له ارزوونې وروسته د چېن د پطرولو ملي کمپنۍ چې افغان شریک هم لري، وړونکی اعلان شوه او وزارت ورسره قرارداد لاسلیک کړ”.
ښاغلي عمر زیاته کړه، چې د امو د سیند په حوزې کی د وسایلو او تخنیکې تجهیزاتو لګول دوام لري.
د امو د سیند حوزه د سرپل او فاریاب په ولایتونو کې موقعیت لري.
د کانو وزارت ویاند وایي، له یوې کاناډایي کمپنۍ سره هم د سه شنبې په ورځ قرارداد لاسلیک شو. دا کمپنۍ به د اندخوی او اقینه په ساحې کی څیړنې کوي او په دي سیمو کی به د تیلو او غاز د زیرمو اندازه یا حجم معلوموي.
د دی پروژې لګښتونه د کانو وزارت له انکشافي بودجې څخه ورکول کیږي او شپږنیم میلونه ډالره لګښت ورباندې کیږي.
د کانو وزارت ویاند ښاغلي جواد عمر زیاته کړه، د افغانستان په نورو ولایتونو لکه هرات، پکتیکا او هلمند کی هم د تیلو او طبیعي زیرمو ذخېرې کشف او په نښه شوې او په مناسب وخت کې به یي د استخراج چارې پیل شي:
“تر اوسه چې د افغانستان په ساحو کې څېړنې شوې، ښیې چې په هېواد کې د تیلو پنځه حوزې شته او دا حوزې د کانو وزارت سره ثبت دي. دا حوزې د امو د سیند حوزه، د افغان- تاجک حوزه، د سیستان حوزه، د کټواز حوزه او د هلمند حوزه ده”.
د کانو وزارت ویاند وایي، د امو د سیند د حوزې په تعقیب د افغان – تاجګ د حوزې څلور بلاکونه داوطلبۍ ته وړاندي شوي او کارونه یی روان دي.
له دې وروسته به د کاناډایي کمپنۍ له خوا د اندخوي – اقینه ساحې کارونه پر مخ یوړل شي او وروسته به د کوشطت د ساحې کارونه تر لاس لاندې ونیول شي. د دغو ساحو حجم او اندازه به اټکل او تخمین شي.
ښاغلی عمر وایي، د افغانستان په جنوب کی هم ذخېرې شته او په مناسب وخت کی به یي د اسخراج چارې پیل شي.