د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

"په ځینو کم عمره خیرغوښتونکو نجونو او هلکانو جنسي تیری شوی"


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایې، داسې شواهد او اسناد لري، چې په ځینو کم عمره انجونو او هلکانو چې خیر ټولوې جنیسي تیری شوی او یا هم په دې هدف ځورول شوي.

د دې کمیسیون د ښځو د حقونو د ملاتړ او پراختیا د څانګې مشرې قاضې پروین رحیمې له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې هغه ماشومان زیاتره له دې ستونزې سره مخامخ دي، چې د کورنیو له خوا خیر ټولو ته اړ ایستل شوي.

میرمن رحیمي وایي، که څه هم دوي په دې اړه شمېرې نه لري خو وایي، چې داسې دوسیې موجود دي، چې پر کم عمره انجونو او هلکانو د بېلابېلو کسانو له خوا جنسي تیری شوی:

"نه یواځې نجونې بلکې هغه هلکان چې عمرونه یي کم دی خیر ټولوي جنسې تیری پرې شوی.

که چېرې له هغوي جنسي سوي استفاده ونشي نو ځورول کیږي، دا زه په یقین وایم چې دوي ځورول کیږي هغه نجونې چې ګدایي کوي ډیرې وړې دي، خو چادري یي په سر کړی، ما په خپلو سترګو لیدلی، چې دوکارانو د خیرات ور کولو په بدل کې اول د دې نجونو لاسونه سولولې او بیا یي پیسې ورکړي.

دا ډیره د اندیښنې وړ خبره ده، موږ یوه مستنده پیښه لرو، چې په یو مرکزې ولایت کې وه دوه وړی نجونې، چی د کورنۍ له خوا سوالګرۍ ته اړ ایستل شوي وي تقریبا له یوې اونۍ زیات ورباندې یواځې د غرمې ډوډۍ په بدل کې په هوټل کې پرې جنسې تیری کیدو."


میرمن رحیمي وایي، له دې کمیسیون سره پر کم عمره انجونو او هلکانو د جنسي تیریو دوسیي ځکه نه ثبت کیږي، چې پر دي ماشومانو جنسې تیرې کوونکي نه وي معلوم او یا هم متضرر اسناد نه لري.

نوموړی وایي، چې ډیری دغه ډول پیښې د دوکاندارنو ډرایورانو او لارویانو له خوا رامنځ ته کیږي.

که څه هم په افغانستان کې د خیر ټولوونکو انجونو او هلکانو په اړه کره شمیره نه ده موجوده، خو په دوه زره شپږ میلادي کال کې د یونیسف له خوا د شوي سروې له مخې په کابل ښار کې اوه دیرش زره ماشومان خیر ټولوي او درانه کارونه کوي.

د کارو او ټولنیزو چارو وزارت وایي، که څه هم په کابل کې د خیر غوښتونکو ماشومانو د راټولو مسولیت اوس د سری میاشتی دی، خو دوي هم د دغو ماشومانو لپاره ځینې روزنیز پروګرامونه لري.

د دې وزارت مرستیال واصل نور مهمند ازادی راډیو ته وویل، چې دوی هڅه کوی په افغانستان کې د خیر غوښتونکو ماشومانو لپاره پدی برخه کی د فعاله موسسو په مرسته د حرفوی زده کړی او روزنیزو پروګرام برابر کړی، چې دمګړې په همدی ستراتیژی کار کوي:

"د سړک د سر د ماشومانو لپاره موږ یوه ستراتیژی جوړه کړې، غواړو چې دا پلي کړو په کابل ښار کي یوه سروې وکړو چې څومره کارګر او سودالګر ماشومان موجود دي په کابل کې یو ویشت حوزې دي موږ په پام کې لرو هغه موسسې او انجوګانې چې په دی برخه کې کار کوي، دوي ته کاري وظایف سپارو چې دا ماشومان راټول کړي او دوي ته زمینه د ښوونې او روزنې او محافظې پروګرامونه جوړ کړې."

په افغانستان کې داسې مهال په خیر غوښتونکو وړو انجونو او هلکانو باندې د جنسې تیری په اړه اندیښنې را پورته کیږې، چې په ښارونو کې د افغان خیر ټولوونکو ماشومانو ترڅنګ بهرني خیر غوښتونکي له خپلو کورنیو سره لیدل کیږي.

دغه بهرنی سوالګر ، چې د ګاونډیو هیوادونو دی زیاتره یی د پاکستان اوسیدونکې دی، چې په خپل هیواد کی د امکاناتو د نشتوالې له امله افغانستان ته راغلی او خیر غواړی.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG