د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

"پاکستان به د ناټو د اکمالاتي لارې د بیا پرانیستو په اړه پریکړه وکړي"


په کابل کې د ناټو ځواکونو ویاند جنرال کرسټن جیکوبسن
په کابل کې د ناټو ځواکونو ویاند جنرال کرسټن جیکوبسن
په کابل کې د ناټو مامورین تمه ښیي، چې په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ناټو له درې اړخیزې غونډې وروسته پاکستان به د ناټو د اکمالاتي لارې د بیا پرانیستلو لپاره ژر یوه سیاسي پریکړه وکړي.

دا درې اړخیزه غونډه له شاوخوا یوه کال ځنډ وروسته وشوه، چې د افغانستان او پاکستان لوی درستیزانو شیرمحمد کریمي او اشفاق پرویز کیاني او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جان الن برخه اخیستې وه.

په کابل کې د ناټو ځواکونو ویاند جنرال کرسټن جیکوبسن د ازادۍ رادیو د یوې پوښتنې په ځواب کې د دې غونډې نتایجو ته هیله مندي وښودله او ویې چې د اکمالاتي لارې په ګډون په بېلابېلو مسایلو په کې خبرې وشوې:

"په اسلام اباد کې دا غونډه یوه لویه بریا وه او د درې واړو خواوو ترمنځ خبرې په ټولو هغو چلنجونو پرمخ ولاړې چې ورسره مخ دي.

پرته له شکه چې د پاکستان له لارې په اکمالاتو هم په کې خبرې وشوې او موږ په دې اړه د یوې سیاسي پریکړې تمه لرو."


پاکستان وروسته له هغې په افغانستان کې په ناټو ځواکونو د اکمالاتو لاره بنده کړه چې تیر کال یې شاوخوا ۲۴ عسکر د امریکايي ځواکونو په یوې هوايي حملې کې ووژل شول.

له هغې وروسته د افغانستان، پاکستان او ناټو ځواکونو درې اړخیزې کمیسیون هم غونډه نه وه کړې.

که څه هم ناټو وايي، چې په افغانستان کې یې د ځواکونو اکمالات یوازې په پاکستان تړلي نه دي، خو له دغې لارې اکمالات بیا هم دې سازمان ته اقتصادي پریوځي.

په عین حال کې ځینې کړۍ وايي، چې که پاکستان ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو لاره بیرته خلاصه نه کړي، نو دغه سازمان به یې راتلونکې اونۍ په شیکاګو کې خپلې سرمشریزې ته هم بلنه ورنه کړي.

په کابل کې د ناټو د ملکي استازي ویاند ډومینک مډلي که څه هم په دې اړه څه ونه ویل، خو دا یې په ډاګه کړه چې پاکستان ته تر اوسه پورې یاد سرمشریزه ته بلنه نه ده ورکړل شوې:

"لکه څرنګه چې تاسو اوریدلي له پاکستان سره خبرې روانې دي او د خپلې ترانزیتي لارې په اړه موږ په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې له دوي سره په خبرو کې مثبت پرمختګونه درلودل، خو دوي تر اوسه د شیکاګو سرمشریزه ته نه دي دعوت شوي.

اوس د اکمالاتو په اړه خبرې روانې دي، یو شمېر نورو هېوادونو ته د شیکاګو کنفرانس ته بلنه ورکړل شوې ده، ځکه دوي هم د ناټو ترانزیت ته مهم دي."


ښاغلي میډلي وویل، چې د شیکاګو په سرمشریزه کې به د ایساف پنځوس غړي هېوادونه د روسیې په ګډون د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره یوه بیله غونډه ولري ترڅو د شمال له لارې د ناټو په اکمالاتو ورسره خبري وشي.

که څه هم په تیره څه موده کې ناټو ویلي، چې د افغانستان د شمال له لارې د اکمالاتو له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي، خو دا چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو وخت راغلی دی، نو د پاکستان لاره ورته لا ډیره مهمه شوې.
XS
SM
MD
LG