د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

ولسمشر کرزي او په کابل کې یوشمېر سفارتونو د ارسلا رحماني وژنه وغندله


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی
جمهور ريیس حامد کرزي د سولې د عالي شورا د غړي مولوي ارسلا رحماني په وژنې ژوره خواشیني ښودلې او امنیتي ارګانونو ته یې لارښوونه کړې چې د نوموړي قاتلین ونیسي او د قانون منګولو ته یې راکاږي.

د جمهوري ریاست په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې د نوموړي وژنه یوه ناځوانمردانه او وحشي عمل بلل شوی دی.

په اعلامیې د دې برید پړه په کومې مشخصې ډلې نه ده اچول شوې خو په کې راغلي چې دا دافغانستان د خلکو د دښمنانو کار دی.

جمهوري ریاست ویلي چې د افغانستان د خلکو دښمنانو یو ځلې بیا ثابته کړه چې په هیواد کې د سولې له ټینګښت څخه ویره لري او تل په هغو کسانو بریدونه کوي چې په هیواد کې د سولې او سوکالۍ غوښتوونکي دي.

د سولې عالي شورا د رحماني وژنه دې شورا او د افغانستان خلکو ته یوه ستره ضایعه بللې او له حکومت نه یې غوښتي چې پيښه وڅیړي او عاملین یې په سزا ورسوي.

د سولې عالي شورا په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، د افغانستان دښمنان نشي کولای چې د افغانانو په وژلو سره د سولې د بهیر په وړاندې خنډ وګرځي.

په کابل کې د امریکا سفارت هم د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره د ارسلا رحماني د وژنې غندنه کړې او دا کار یې د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو بللی دی.

د امریکا سفارت ویلي هیواد به یې د ترهګرۍ پرضد د افغانستان له حکومت او خلکو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

په کابل کې د بریتانیا سفیر د رحماني د وژنې د غندنې تر څنګ د سولې له عالي شورا نه د خپل هیواد د ملاتړ په دوام ټینګار کړی دی.
د بریتانیا سفیر په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي چې دوی به په افغانستان کې د دوامدارې سولې د رامنځ ته کولو لپاره د سولې د عالي شورا او د هغې د رئیس صلاح الدین رباني له هلو ځلو ملاتړ ته دوام ورکړي.

مولوي ارسلا رحماني د یکشنبې په سهار د کابل په لویدیز کې مشرانو جرګې ته په خپل موټر کې روان و، چې د نامعلومو وسلوالو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.
رحماني اته شپیته کاله عمر وکړ.

نوموړی د افغانستان د سولې د عالي شورا د سیاسي بندیانو د چارو د کمیټې رئیس هم و او د طالبانو په رژیم کې هم د لوړو زده کړو د وزارت مرستیال پاتې شوی و.
XS
SM
MD
LG