د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د څرګندونوله مخې د کابل د کنفرانس د جوړیدو اساسي هدف د سیمې د هیوادونو ترمینځ د باور رامینځته کول دي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین د شنبې په ورځ د افغان کابینې د یوشمیرغړو او د سیمې د هېوادونو د ځینواستازیو په ګډه غونډه کې وویل، چې د کابل په کنفرانس کې به نور اهداف هم مطرح شي.
″د دې لپاره چې په سیمه کې سیاسي او د باور د پیدا کولو لړۍ نتیجه ورکړي، باید د سیاسي مشورو عنصر د هغه جز اوسي، د اسیا د زړه په هیوادونو کې د باور د پیداکولو د اقداماتو عملي کول او سربېره پردی په سیمه کې یوشمیر سیمه ییز او نړیوال سازمانونه هم شته چې فعالیتونه یې باید هم اهنګ شي.″
ټاکل شوې د کابل سیمه ییز کنفرانس، چې د اسټانبول د کانفرانس لړۍ ده، د روان میلادي کال د جون په څوارلسمه په کابل کې جوړ شي.
د افغانستان لپاره د اسټانبول سیمه ییز کنفرانس تیرکال د نومبر په دوهمه
د سیمې د څوارلسو هیوادو د مشرانو او استازیو په ګډون دترکيې په اسټانبول ښار کې جوړ شوی و.
د بهرنیو چارووزارت وایي، د کابل په کنفرانس کې به د سیمې د څوارلسو هیوادونو د بهرنیو چارووزیران ګډون وکړي.
د سیمې د هیوادونو ترمنځ ګډه همکاري، د سیاسي او اقتصادی اړیکو ټینګول، د افغانستان حالاتو او ستونزو څیړل د استانبول د کنفرانس عمده موضوعګانې وي.
د بهرنیو چارووزارت وایي، په اوسنۍ ناسته کې به د اسټانبول د کنفرانس ژمنې هم و ارزول شي.
ځیني افغان کتونکي وایي، د اسټانبول راهیسې د کابل تر جوړیدونکې کنفرانس پورې موده کې، دوی داسې د پام وړ بدلونونه نه دي لیدلی، چې داسټانبول د کنفرانس د ژمنو عملي کول وښيي.
افغان کتونکې اوژورنالیست زبیرشفیقي وایي:
″افغانانو په تیرو لسو کلونو د هیواد دوضیعیت د ښه والي په نامه ډیر سیمه يیز او نړیوال کنفرانس ولیدل، خو چې د هیواد حالات ښه او د خلکو ژوند کې مثبت بدلون راولي او بشپړه سوله ټینګه کړي داسې نتیجه ترې تراوسه نه اخیستل شوې؛ د دې له امله افغانان تریوه حده په داسې کنفرانسونه بې باوره دي او که ژمنې یې جدي ونیول شي، بیا نو ښه اقدام دی.″
د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې د کابل کنفرانس ته د تیاریو خبر ورکوي، چې ویل کېږي، پخوا تردې هم د افغانستان په نوم ورته سیمه ییز او نړیوال کنفرانسونه جوړ شوي او په ټولو کې د ګډو همکاریو او یو پربل د باور د لرلو ژمنې شوي دي؛ خو شوې ژمنې په سمه توګه نه دي عملي شوي.
په پام کې ده، چې د دوه زره څوارلسم کال وروسته د افغانستان د وضیعیت د ارزونې او د شرایطو د ښه والي په مقصد د روان میلادي کال د می په میاشت کې د امریکا د شیکاګو په ښار کې هم یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.
راپور: خان محمد سیند