د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۴

ولسمشر کرزي د امنیتي مسوولیت دریم پړاو اعلانوي


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی
ټاکل شوې چې ولسمشر حامد کرزي نن هغه ۲۳۰ ښارونه، ولسوالۍ او د ځینو ولایتونو مرکزونه اعلان کړي، چې د امنیتي مسولیتونو د انتقال په دریم پړاو کې به يې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.

که څه هم چې افغان امنیتي ارګانونه ډاډ ورکوي؛ چې اردو، پولیس او استخباراتي ادارې د افغانستان د امنیت ساتلو او د دولت له وسله والو مخالفانو سره د مقابلې جوګه دي؛ خو بیا هم په دې برخه کې یو لړ اندیښنې موجودې دي.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي، د امنیتي مسولیتونو دوه پړاوونه په بریالیتوب سره ترسره شوي، خو د دریمې مرحلې په وړاندې ځیني ستونزې او چلینجونه پراته دي.

د کورنیو چارو وزیر تیره اونۍ په کابل کې وویل، په ځینو سیمو کې چې د انتقال د دریم پړا لپاره په نظر کې نیول شوي؛ د افغان او نړیوالو ځواکونو تر منځ لازمه هم غږي موجوده نه ده.

دغه راز د امنیتي مسولیتونو د انتقال د کمیسون مشر وايي، د دریم پړاو په مخ کې له یو لړ ستونزو سره افغان ځواکونه د دې جوګه دي چې امینتي چارې پر غاړه واخلې.

ډاکتر اشرف غني احمد زی وايي، د افغانستان سرتیري د دې مسوولیت منلو ته چمتو دي، خو په عین حال کې دا ځواکونه د هغه په وینا په ملکي چارو کې سمون د خپلې کامیابۍ او پرمختګ لپاره اړین بولي.

د چارو یو شمېر کار پوهان که څه هم چې د امنیتي مسولیتونو لومړني دوه پړاوونه تر یوه حده بریالي بولي؛ خو دا هم وايي، چې دا پروسه تر ډیره سیاسي بڼه لري.

د افغان او نړیوالو پوځی مقاماتو په وینا دا مهال د افغانستان نفوس د نیمايي وګړو امنیت د افغان ځواکونو له خوا ساتل کیږي.

دغه راز په هغو سیمو کې چې امنیتي چارې يې افغانانو ته سپآرل شوي د وسله والو د ورستیو ډله ییزو بریدونو په وړاندې د افغان ځواکونو عکس العمل او ځوابي عملیات په کور دننه او نړیواله سطحه ستایل شوي دي.

افغان چارواکي وايي، دا مهال په هر سلو کسانو کې ۹۲ پر ملي اردو او ۸۸ پر پولیسو باور لري؛ خو په عین حال کې د پولیسو او نورو ځواکونو په لیکو فساد ددغو سرتیرو د وړتیا،وفادارۍ او مسلکيتوب په اړه پوښتنې پورته کوي.

دغه رازدا اندیښنه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه اوځي،افغان سرتیري به وتوانیږي چې د یوه پرمختللي،منظم او غښتلي ځواک په توګه د خپلو خلکو امنیت وساتي او که څنګه،هم لا پر ځای پاتې ده.
XS
SM
MD
LG