داسې ویل کیږي، چې په دې وروستیو کې یو شمېر بهرنيو غالیو د افغاني غالیو ځای نیولی او د افغاني غالیو بازار یې سوړ کړی دی.
د کابل ښار یو شمېر دکاندارن شکایت کوي، چې افغاني غالې نه یواځې د بازار له پلوه ستونزې لري؛ بلکې دوی د سوداګرۍ او صنایعو په وزارت او همدا راز د غالی اوبدلو په اتحادیو انتقاد کوي؛ چې د افغاني غالیو د صادراتو په برخه کې یې دوی ته اسانتیاوې نه دي برابرې کړي.
خو دا چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د افغاني غالیو اتحادیه په دې هکله څه وایي؛ دا به د جمیلې ظریف په رپوټ کې واورو، چې د غالۍ اوبدلو یو مارکیټ ته تللې او له هغه ځایه یې دغه رپوټ چمتو کړی.