د شپږو طالبانو له لورې د پکتیکا په یحی خیلو ولسوالۍ کې؛ د ځان وژونکو طالبانو برید مخکې تر دې د پنجشنبې په ورځ شنډ شو؛ چې دا وسله وال دولتي ودانیو ته ورسیږي.
دا خبره چې افغان چارواکي کوي، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په باور د افغان اربکیو د وړتیا څرګندونه کوي؛ چې ځانګړیو امریکایي ځواکونو له خوا روزل شوې دي.
د ورځپاڼې په باور، په داسې وخت کې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي؛ چې اربکي د طالبانو پرضد یو مهم ځواک ګڼل کیدای شي.
په افغانستان کې د روان کال د جګړو وخت رارسیدلی، هوا توده شوې او په نویو بریدونو کې طالبان تر ډيره پر اربکیو بریدونه کوي.
د یحی خیلو د ولسوالۍ د برید په تمبیدو کې د نورو افغازن ځواکونو تر څنګ د اربکیو ونډه پراخه وه. دا برید شپږ تنو داسې ترسره کړ، چې وسلې ورسره وې او ځان وژونکي واسکټونه یې اغوستي وو.
دوی له یوې پوستې تیر شول او د اربکیو په جامو کې د ولسوالۍ ودانۍ ته نژدې شول. پولیسو ودرول خو وسله وال ونه دریدل او جګړه ونښته، جګړې دوه ساعته دوام وکړ، چې بیا د بریدکوونکو له وژلو سره پای ته ورسیده.
دوه بریدکوونکي وتوانیدل، چې خپل چاودیدونکي مواد وچوي خو ملکیانو ته مرګ ژوبله وانه وښته. دوه اربکي او یوه افغان پولیس په نښته کې ووژل شول.
د ناټو په وینا په هغو نهه نوي ولسوالیو کې چې افغان ځواکونو په کې د اربکیو تشکیلات ضرروي ګڼلې وو؛ پنځه شپیته ولسوالیو کې دا تشکیلات جوړ شوې دي.
ناټو ځواکونو د اربکیو ستاینه کړې ده او ویلې یې دي؛ چې دوی په هغو سیمو کې چې میشت دي اتیا په سلو کې بریدونو ته یې خپله ځواب ورکړی دی.