د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

ولسي جرګه د افغانستان او امریکا ترمنځ پر ستراتیژیک تړون بحث کوي


د ولسي جرګې اداري پلاوي هیله وښوده، چې د افغانستان او امریکا تر منځ به د ستراتیژیک تړون سند ډير ژر د ولسي جرګې له خوا تصویب شي.

دغه سند د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نیټه د ولسمشر حامد کرزي او بارک او اوباما تر منځ لاسلیک شو او د تیرې سې شنبې په ورځ د تصویب لپاره ولسي جرګې ته واستول شو.

د ولسي جرګې دوهم منشي فرهاد عظیمي د جمعې په ورځ آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل؛ چې د دې سند په هکله به د راتلونکې یکشنبې په ورځ بحث وشي.

″دا ځکه چې دا موافقتنامه د حکومت له خوا یو عاجل استجلالیت لري؛ نو ځکه د یکشنبې په ورځ د دې موافقتنامې په هکله بحثونه پیلیږي او موږ ګورو؛ چې ټول وکیلان په دې هکله مثبت نظرونه لري.

او دا لاس وهنې چې د پاکستان او ایران له خوا د افغانستان په کورنیو چارو کې کیږي؛ نو وکیلان مثبت نظر لري، چې باید یو داسې قدرتمند هیواد لکه امریکا سره باید موږ یوه موافقتنامه ولرو؛ چې دا لاس وهنې ختمې شي او افغانستان ته یو دایمي ثبات راولي.″

د دې سند د لاسلیک کیدو په هکله له شاوخوا یو کال راهیسې خبرې اترې روانې وې، څو بالاخره د افغان حکومت د یو شمېر مهمو غوښتنو په پوره کیدو سره په کابل کې د افغان او امریکا د ولسمشرانو تر منځ لاسلیک شو.

ټاکل شوې وه، چې دا سند د شیکاګو له کنفرانس نه وروسته ملي شورا ته استول شوې وای؛ خو د ولسي جرګې غړو ټینګار کاوه، چې باید دا سند د شیکاګو له ناستې مخکې دوی ته واستولې شي.

د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې د دې سند د تصویبیدو په هکله خبرې پیلوي چې په کابل کې د ایران نوي سفیر بیا د دې سند له لاسلیک کولو سره سخت مخالفت څرګند کړی.

ابوالفضل ظهره وند د مشرانو جرګې له رییس سره په خبرو کې له هغه غوښتي وو، چې دا سند تصویب نه کړي، کنه نو دوی به له ایران نه افغان مهاجر راوباسي.

خو د هغه دا خبرې د ملي شورا د غړو او د ځینو حکومتي چارواکو له سختو غبرګونونو سره مخ شول.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جاوید لودین د ده د څرګندونو په اړه په خپل غبرګون کې خبردارې ورکړ، چې داسې څه باید بیا تکرار نه شي.

یو شمیر عام افغانان هم د ایران د سفیر په څرګندونو تند غبرګونونه ښیۍ او له ولسي جرګې غواړي څو دا سند ژر تر ژره تصویب کړي.

″۱- له پارلمان څخه مو دا غوښتنه ده، چې د افغانستان د ملي منافعو په خاطر خپلې ګټې یوې خوا ته پریږدي او دا سند چې د افغانستان د راتلونکي لپاره ټاکونکی سند دی باید دغه سند ته رایې ورکړي له سند څخه دې ملاتړ وکړي.

۲- له پارلمان څخه مو هیله دا ده، چې له امریکا سره د افغانستان دغه سنده تصویب کړي، څو په افغانستان کې امن راشي.

۳- زموږ غوښتنه دا ده، چې دغه سند باید ډېر ژر تصویب شي.″

د ایران سفیر پداسې حال کې له سند سره مخالفت څرګند کړی چې افغان حکومت او امریکا په وار وار ویلي چې ددې سند لاسلیک کول د هیڅ یو هیواد په تاوان نه دی او د سیمې د امنیت په ساتلو کې به مهم رول ولوبوي.

د افغان او امریکايي چارواکو د دې ډاډګیرنو سره سره بیا هم ځینې ګاونډي هیوادونه په خاصه توګه ایران د دې سند له لاسلیک کولو سره سخت مخالفت ښودلی او د یو شمیر کتونکو په وینا؛ ایران هڅه کوي، په یو نه یو ډول د دې سند د تصویبیدو مخه ونیسي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG