د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۵

"ډیر ژر به د حزب اسلامي یو پلاوی د سولې د خبرو لپاره کابل ته راشي"


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، ډیر ژر به د حزب اسلامي یو پلاوی د سولې د مستقیمو خبرو اترو د دریم پړاو لپاره کابل ته راشي.

ټاکل شوې د حزب اسلامي دغه پلاوی کابل ته په خپل سفر کې د افغان حکومت په هغو تحریري ځوابونو خبرې وکړي، چې د خبرو په تیر پړاو کې د همدغه ګوند د پوښتنو په اړه ورکړل شوي وو.

د حزب اسلامي پلاوي چې تیره میاشت کابل ته راغلی وو، افغان حکومت ته د سولې په برخه کې خپله طرحه او وړاندیزونه وړاندې کړل، خو افغان حکومت بیرته تحریري ځوابونه ورکړل.

د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د حزب اسلامي پلاوی د دغو تحریري ځوابونو له ارزونې وروسته کابل ته راځي او خپل دریځ به روښانه کړي.

ښاغلي قاسمیار په ورته وخت کې هیله مندي وښوده، چې له حزب اسلامي سره به د خبرو اترو دغه پړاو مثبتې نتیجې ولري:

"موږ هیله من یو چې د خبرو اترو دغه پړاو به ملموسې نتیجې ولري، په دې معنی چې زموږ دریځ دوي ته روښانه دی او د دوي دریځ مونږ ته.

حزب اسلامي یو معقول او انعطاف پذیر دریځ لري، نو موږ د جوړښت یوه فضا وینو. "



ټاکل شوې د حزب اسلامي دغه پلاوي د غیرت بهیر په مشرۍ په نږدۍ راتلونکې کې کابل ته راشي، خو د سولې د عالي شورا چارواکو یې د راتګ دقیقه نیټه څرګنده نه کړه.

له دې وړاندې هم د ګلبدین حکمتیار ترمشرۍ لاندې د حزب اسلامي غړي د سولې د مستقیمو خبرو اترو لپاره دوه ځله کابل ته راغلی وو.

یو شمېر افغان کارپوهان هم په دې نظر دي چې د حزب اسلامي پخوانی دریځ نرم شوی او دغه ډله د سولې خبرو اترو ته زیاته لیوالتیا لري.

افغان کتونکی زبیر شفیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د حزب اسلامي پلاوي له وروستیو څرګندونو چې په کابل کې یې له افغان حکومت سره کړې وې داسې ښکاري چې د خبرو اترو دریم پړاو به یې مثبتې نتیجې ولري:

"زه فکر کوم له دې نه مخکې چې کومې خبرې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ شوې وې، دوي په ډیرو مواردو کې موافقې ته رسیدلي، د حزب اسلامي ډلې تمایل د سولې خبرو ته ډیر شوی دی او دغه ډله حل ته د جګړې په پرتله ترجیح ورکوي. "

د سولې عالي شورا چارواکي وایي، د حزب اسلامي پلاوي د خبرو اترو په تیر پړاو کې افغان حکومت ته شپاړلس مسلې د خپلو شرطونو په توګه وړاندې کړي.

که څه هم د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار د دغو شرطونو له افشا کیدو ډډه وکړه، خو زیاته یې کړه چې د حزب اسلامي ډلې له دې وړاندې د ملي شورا د لغوه کیدو او د موقت حکومت د رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې وه.

افغان حکومت او د حزب اسلامي پلاوي د دویم پړاو په خبرو کې چې تیره میلادي میاشت په کابل کې ترسره شوې هیله مندي وښوده، چې خبرې به یې ترهغو دوام ومومي ترڅو یوه ښه نتیجه ترې لاسته راوړي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار د افغانستان له یوه خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې دغه حزب د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیک سند له لاسلیکدو سره مخالفت لري.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG