د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

″بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران سفیر د وضاحت لپاره ورغوښتی و″


د افغان حکومت ځینې سرچینې وایي، چې په کابل د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی، ترڅو د خپلو وروستیو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي.

د ایران سفیر ابولفضل ظهره وند د مشرانو جرګې له رییس سره په خپله تعرفي لیدنه کې خبرداری ورکړی، چې که له امریکا سره ستراتيژیک سند لاسلیک شي، دوی به ټول افغان کډوال له ایرانه راوباسي.


که څه هم د بهرنیو چارو وزارت د ایران د سفیر د ورغوښتلو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د افغان حکومت ځینې سرچینې تاییدوي، چې ابولفضل ظهره وند بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی.

یوه حکومتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ ناوخته د ایران سفیر ورغوښتی؛ ترڅو د خپلو خبرو په اړه وضاحت ورکړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار هم د سه شنبې په ورځ تایید کړه؛ چې د بهرنیو چارو وزارت په همدې ورځ ناوخته د ایران سفیر ور وغواړي.

″د بهرنیو چارو وزیر نن څلور بجې د ایران سفیر ورغوښتی دی، چې څه بحث ورسره وکړي. او پرون تاسو ولید چې د دوی د بهرنیو چارو وزیر د دغه تړون پر وړاندې کوم عکس المعل ښودلی وو، ویل چې موږ ورسره مخالف یو. دا د دوی یو مرض دی.

زموږ او ستاسو وظیفه څه ده، زموږ او ستاسو وظیفه دا ده، چې موږ د هېچا ګټې په نظر کې نه نیسو، موږ ته تر ټولو نه مهمې اول اسلام او دین او بیا د افغانستان ګټې دي.″

ابولفضل ظهره وند اوس اوس په کابل د ایران د سفیر په توګه ټاکل شوی؛ د مشرانو جرګې له مشر سره په تعرفي لیدنه کې خبر داری ورکړی، که له امریکا سره ستراتيژیک سند تایید شي نو دوی به ټول افغان کډوال له ایرانه را وباسي.

یو شمیر سناتورانو بیا د ظهره وند دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه بلله او له هېواده یې د هغه د ایستلو غوښتنه کوله.

سناتور خالق داد بلاغي وایي، چې ظهره وند په افغانستان کې خرابه سابقه لري او افغان حکومت یې باید هغه سابقه مطالعه کړي.

″په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان په جهاد کې نامناسف بکګرونډ درلود، د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه غواړو، چې ښاغلی ظهره وند له ایران سره د بهرنیو پالیسۍ له معیارونو سره سم وڅېړي.

زما په نظر دی له افغانستان څخه پر ایستلو محکوم او په افغانستان کې د ایران د استازي توب صلاحیت نه لري.″

له دې سربیره د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم اندیښنه ښودلې؛ چې له امریکا سره د ستراتيژیک سند لاسلیکیدل به په افغانستان کې ناامنۍ نورې هم زیاتې کړي.

د ایراني چارواکو له دې څرګندونو وروسته افغان امنیتي ځواکونو یو شمیر ایراني جاسوسان ونیول؛ چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب له خوا ګمارل شوي وو؛ ترڅو په افغانستان کې ناامنیو ته لمن ووهي او دغه هېواد ته د افغانستان محرم اسناد په لاس کې ورکړي.

دوو ایراني جاسوسانو په خپلو خبرو کې تایید کړه، چې ایران د افغانستان د بې ثباتۍ لپاره پراخې هڅې پیل کړي دي.

دا، چې د بهرنیو چارو وزارت به له د ایران له سفیره د ده د څرګندونو په اړه څه ډول وضاحت غوښتې وي اوس یې په اړه معلومات ندي خپاره شوي.
XS
SM
MD
LG