د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

د ملګرو ملتونو په وسيله دې د بلوچستان د برخليك لپاره ټولپوښتنه تر سره شي


د جمهوري وطن ګوند مشر نوابزاده جميل اكبر بګټي ويلي چي ملګري ملتونه دي په بلوچستان كې ټولپوښتنه تر سره كړي چي بلوڅان له پاكستان سره اوسېدل غواړي كه ازاد بلوچستان غواړي. بګټي په كوټه كې د هزاره توكمه شعيه مسلمانانو وژنې غندلې او ويلي يې دي چي دا د ازاد بلوچستان له مبارزې څخه د خلكو د نظر اړول دي.

د وژل شوي سپين ږيري بلوڅ ملتپال مشر نواب اكبر بګټي زوى نوابزاده جميل اكبر بګټي د شنبې په ورځ په كوټه كې يوې خبري غونډې ته وويل چي د كراچۍ په لېياري سيمه كې چي په تېرو ورځو كې عمليات تر سره شول، دا هلته د مېشتو بلوڅانو په خلاف دسيسه وه، ځكه چي وايي بلوڅان هلته يواځې د خوارۍ مزدورۍ لپاره تللي او سوله ييز ژوند كوي، نور نو نه وسلې لري او نه د ورانكارۍ په فعاليتونو كې لاس لري. بګټى وايي د پاكستان واكمنه ټوله د بلوڅانو دوښمنان دي ځكه چي وايي دوى د بلوچستان حالات د سمېدو پر ځاى ورځ تر بلې نور پسې خرابوي:

((بلوچستان چي اوس كوم حالت ته رسېدلى او بلوڅان چي څنګه پر شا تمبول شوي دي، حكومت له دې حالته د دوى له را ايستلو سره نه مينه لري او نه دوى غواړي چي حالات ښه سي، دوى تل غواړي چي د توپك په زور به حالات سم كړي، خو په تاريخ كې دوى تل ماته خوړلې))

جميل بګټي په وروستيو كې په كوټه كې د هزاره توكمه شعيه مسلمانانو د هدفي وژنو غندنه وكړه او ويې ويل چي دا په اصل كې په بلوچستان كې د بلوڅو له وژنو او د ازاد بلوچستان له مبارزې څخه د خلكو نظر اړول دي:

((چي د بلوچستان اصل ستونځه ده د هغه د له پامه غورځولو لپاره د فرقې پر بنسټ خلك وژل كېږي، كله پښتانه او بلوڅان په جګړه سره اچول كېږي، كله هزاره ګان په بې دردۍ سره وژل كېږي، موږ د دې غندنه كوي، زه فكر كوم دا هسې يوه دسيسه ده، هزاره ګان زموږ وروڼه دي، دا اوازې ناسمې دي چي ويل كېږي بلوڅان له دوى سره اختلاف لري، موږ نه پخوا مذهبي اختلاف سره درلود نه يې اوس لرو، ځكه د بلوڅانو اكثريت خلك سيكولر دي))

جميل بګټي په بلوچستان كې اوسنى حكومت په بشپړه توګه ناكامه وباله، ځكه چي وايي په زرګونو بلوڅ ځوانان لا هم ورك دي او د مړي ژوند درك يې نه شته، خو حكومت ورباندې خوله پټه كړې ده. وايي نور په دې ايالت كې د بلوڅانو لپاره پارلماني سياست هيڅ ګټه نه لري:

((دا ضرور نه ده چي څوك د پارلماني سياست مخالف دي، هغوى دي له وسلو سره غرونو ته وخېژي، د بلوچستان د شخړې د هواري نورې لارې هم شته، يوه قانوني، سوله ييزه او جمهوري لاره يې دا ده چي په اوسني بلوچستان كې دي جغرافيوي وېش وسي، زموږ پښتانه وروڼه كې جنوبي پښتونخوا ايالت جوړوي او كه په خيبرپښتونخوا ايالت ګډېږي دا د دوى خوښه ده او د انګرېز په وخت په پنجاب كې شاملې د بلوڅانو سيمې دي هم له بلوچستان سره ګډې سي، بيا دي د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې ټولپوښتنه تر سره شي، مالومه به شي كه بلوڅان له پاكستانه سره اوسېدل موږ به يې هم ومنو او كه بلوڅانو له پاكستانه ازادي غوښته پاكستان يې هم بايد ومني ))

په تېرو ورځو كې د پاكستان د داخله چارو وزير رحمن ملك ويلي وو چي د برهمداغ بګټي او حيربيار مري په شمول يې له ځينو نورو بلوڅانو سره هم خبرې كړې دي او دوى به مذاكراتو ته حاضر كړي، جميل بګټي دا خبره رد كړه او ويې ويل د رحمن ملك پر خبره به څوك څه باور وكړي چي سهار يوه او ماښام بله خبره كوي.

جميل بګټي په تېرو ورځو كې په كوټه كې د سترې محكمې هڅې وستايلې چي د وركو بلوڅو دوسيې يې را وسپړلې، خو ورسره يې وويل چي د ايالت اعلى وزير او داخله وزير محكمې ته حاضر نه شول د محكمې ازادي هم تر پوښتنې لاندې راغله، وايي په بلوچستان كې اوس هم په زرګونو خلك ورك دي او زه اندېښنه لرم چي د پروېز مشرف د واكمنۍ پر مهال كومه بلوڅان ورك شوي، يوه نه يوه ورځ به د هغوى ډله ييز قبر وموندل شي.

راپور:- باركوال مياخېل- كوټه
XS
SM
MD
LG