د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

ستره محكمه: د حكومت او امنيتي ادارو د ناكامۍ له امله بلوچستان د جګړې پر ډګر بدل شوى




د پاکستان سترې محکمې قاضي القضات له تېرو پينځو ورځو راهيسې په بلوچستان کې د ورکو خلكو د موندنې او د بلوچستان د خراب امنيت د وضعې د څېړلو لپاره د بلوچستان اعلى وزير، داخله وزير او نور لوړپوړي چارواكي محكمې ته ور بللي دي. قاضي القضات د بلوچستان له ايالتي حكومته غوښتي چي ورك خلك دي په دوو اوونيو كې پيدا كړي.

په بلوچستان كې په مرموز ډول د خلكو د وركېدو لړۍ شاوخوا پينځه كاله وړاندې پيل شوې او د اوسني حكومت پر مهال په بلوچستان كې د زرګونو خلكو د وركېدو خبرونه وركړل شول چي له هغوى څخه د څه كم څلور سوه تنو خراب شوي مړي هم وموندل شول. د پاكستان سترې محكمې څو مياشتې وړاندې پر دې قضيه څېړنه پيل كړه او له تېرو پينځو ورځو راهيسې په بلوچستان كې ورباندې بحث روان دى.

په تېرو دوو ورځو كې د وركو بلوڅانو د كورنيو له خوا د ۱۲۴ تنو وركو كسانو ليست سترې محكمې ته وړاندې شو. د قاضي القضات افتخار محمد چوهدري په مشرۍ كې د پاكستان د سترې محكمې درېوو قاضيانو چي د جمعې په ورځ د وركو خلكو پر قضيې خبرې پيل كړې نو د محكمې په قضايي څانګه كې د وركو خلكو خپلو خپلوانو و ژړل، قاضي القضات وويل دغه خلك به هغه وخت د ارام ساه واخلي چي نازولي يې كورونه ته ور ستانه سي. د وركو خلكو د اتحاديې مشر نصرالله بلوڅ له رسنيو سره په خبرو كې وويل:

((څنګه چي موږ ادعا كوله چي له بلوچستانه زرګونه خلك ورك دي، نن په ثبوت ورسېده چي د بلوچستان له لرې پرتو سيمو څخه د يو سل څلرويشت وركو بلوڅانو كورنۍ په ستره محكمه كې قاضي القضات ته وړاندې شوې، له دې مالومه شوه چي په بلوچستان كې ملېشه ځواكونه او استخباراتي ادارې سياسي فعالان په مرموز ډول تښتوي، شكنجه كوي يې او سوري سوري مړي يې موندل كېږي))

قاضي القضات وويل آيا هغه ځينې كسان چي موندل شوي، څوك په جرئت سره ويلاى شي چي له كومه ځايه موندل شوي دي، د ده په وينا چي استخباراتي ادارې خو د دغو كسانو له تښتولو او شكنجه كولو ډډه كوي، نو آيا ورك خلك بيا له پوليسو سره دي كه له لېويز خاسه دارو سره؟

پر دې مهال د داخله چارو سيكرتر نصيب الله بازي ورته وويل چي له موږ سره د اكثرو وركو خلكو راپور نه شته، خو قاضي القضات ورته امر وكړ چي ورك خلك ژر تر ژره پيدا كړي او محكمې ته يې حاضر كړي. د بلوچستان د اعلى محكمې د قانونپوهانو د اتحاديې مشر ساجد ترين وايي كه ستره محكمه د بلوچستان شخړو ته همداسې توجه وكړي نو لرې نه ده چي په بلوچستان كې به حالات ډېر ژر ښه شي:

((د خلكو د وركېدو له امله د بلوچستان حالات ډېر ګډوډ دي، پر دې باندې د سترې محكمې قاضي القضات له خپله جانبه قضيه څېړلې وه او ډېر كسان وموندل شول، كه امنيتي ادارې وغواړي نور ټول ورك خلك هم موندېداى شي، نن چي ډېرې مېرمنې او سپين ږيري محكمې ته وړاندې شول او د خپلو وركو خلكو فرياد يې ورته وكړ، كه ستره محكمه په راتلونكي كې هم دا ډول فعاله و اوسي دا يو له هيلو ډك زېرى دى))

سترې محكمې د هدفي وژنو قضيه هم وڅېړله، يوې هزاره مېرمنې چي د وژل شويو هزاره ګانو د كورنيو په استازيتوب يې محكمې ته خبرې كولې، وويل چي بېګناه خلك يې په هدفي ډول وژل كېږي خو حكومت يې په مخنيوي او د قاتلينو په نيولو او سزا رسولو كې پاته راغلى دى:

((نه د چا سر او نه يې كار روزګار خوندي دى، موږ د خپلو ځوانانو د مړيو په اخيستلو او ښخولو ستړي شوو، خو نور به كرار نه كښېنو، هزاره ګان به نور سړكونو ته را وځي او ښځې به مو خپل ږغ پورته كوي))

د سترې محكمې قاضي القضات افتخار محمدچوهدري وړمه ورځ د وركو خلكو قضيې او د بلوچستان خراب امنيت ته په پام سره د بلوچستان اعلى وزير نواب اسلم رئيسانى او داخله وزير مير ظفرالله زهرى او د استخباراتي ادارو چارواكي د جمعې په ورځ محكمې ته وربللي وو، خو د جمعې په ورځ چي هغوى محكمې ته حاضر نه شول، قاضي القضات پر وضعيت ډېره اندېښنه څرګنده كړه او ويې ويل چي موږ په محكمې د داستانونو اورېدو ته نه يو راغلي، بلوچستان د اور په لمبو كې سوځي دغه اور بايد مړ شي.

افتخار محمد چوهدري وويل د بلوچستان د خرابې وضعې، د تاوان لپاره د خلكو د تښتونو، د مرموزو تښتونو او له محاكمې پرته د وژنو او د هدفي وژنو مخنيوى د امنيتي ادارو كار دى، خو وايي د حكومت او امنيتي ادارو د ناكامۍ له امله بلوچستان د جګړې پر ډګر بدل شوى دى.

د يادونې وړ ده چي د اكثرو وركو خلكو- چي په مرموز ډول تښتول شوي- قضيې په پوليس تاڼو كې نه دي درج شوي، خو د جمعې په ورځ په خضدار سيمه كې د دوو وركو كسانو قضيې د ملېشه ځواكونو د دوو لوړپوړيو افسرانو يوه ډګروال او يوه جګړن په خلاف درج شوې.

راپور:- باركوال مياخېل- كوټه
XS
SM
MD
LG