د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

بنکي مون وايي خبريالان له سختو ګواښونو سره مخامخ دي


بنکي مون
بنکي مون
د ملګروملتونو سرمنشي په نړۍ کې د دندې پرمهال د ژورنالیستانو د وژنې غندنه کړې او په دې لاره کې د وژل شویو خبریالانو د شمېر پر زیاتېدو یې اندېښنه ښودلې.

بانکي مون چې پرون د مې پر درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو په مقر کې وینا کوله په ۲۰۱۱ م کال کې يې له شپېتو د زیاتو خبریالانو مړینې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ژورنالیستان نن سبا له سختو ګواښونو سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه، بې شمېره خبریالان د حکومتونو او د ځواکمنو افرادو د ډلو له خوا له ګواښ، ځورونو او سانسور سره مخامخ دي. همداراز د ملګروملتو د عمومي اسمبلې ګډونوالو د دندې په بهیر کې، وژل شویو خبریالانو ته د درناوي لپاره یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

د بې سرحده خبریالانو ټولنې په یوه راپور کې ویلي چې د سږکال له پیله دوه ویشت خبریالان او شپږ بلاګران او ولسي ژورنالیستان لاله مخکې وژل شوي دي.

د دې ټولنې په راپور کې همداراز ویل شوي چې سږکال له دوه سوه اتیا زیات خبریالان او بلاګران بندیان شوي او له دې ډلې په آذربایيجان کې چې په روانه مې میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري کوي، پنځه تنه په بند کې دي.
XS
SM
MD
LG