د پاکستان په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د استوګنې ځای له خاورو سره خاورې شوی. په فبرروي کې پاکستاني پوځیانو دا کور چې ابن لادن له خپلو دریو میرمنو او ماشومان سره په کې اوسیده، ونړاوه.
د القاعده شبکې مشر په وروستیو لسو کلونو کې هم د څلورو ماشومانو پلار شو.
دا خبره د اسامه کشرۍ میرمن امل عبدالفتاح چې دیرش کلنه ده، هغه وخت وکړه، چې په پاکستان کې تحقیقات ترې کیدل.
اسامه بن لادن څلور نورې ښځې هم لرلې، د ده مشرۍ ښځه نجوی نومیږي چې د سوریې ده، بله میرمن یې خیریه د عربستان ده او دریمه یوه یې ام خالد هم د سعودي ده، څلورمه یوه یې ام علي د عربستان ده او کشرۍ یوه یې امل د یمن ده.
اسامه بن لادن د میلیاردر عربي محمد بن عوض بن لادن زوی و او مور یې د سوریې وه. بن عوض بن لادن دوه پنځوس لوڼې او زامن لرل چې اسامه یې درې څلویښتم اولاد و.
اسامه بن لادن چې په نولس سوه اته اتیایم میلادي کال کې القاعده شبکه تاسیس کړه.
یولس کاله وروسته تر دې نیټې په کینیا او تانزانیا کې د امریکا پر سفارتونو په بریدونو تورن شو تر دې بریدونو وروسته واشنګتن له طالبانو سره تماسونه ونیول چې اسامه بن لادن ور وسپاري، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړه دوه کاله وروسته د سپتمبر په یولسمې پر نیویارک او واشنګتن ترورستي بریدونه وشول چې بیا د امریکایي ځواکونو په مشرۍ نړیوال پوځیان افغانستان ته راغلل، د طالبانو رژيم نسکوره شو او څلور پنځوس کلن ابن لادن لس کاله وروسته تر دې نیټې د پاکستان پوځي اډې ته څيرمه په ایبټ اباد کې وموندل شو او ووژل شو.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اسامه پرضد د امریکایي ځواکونو د عملیاتو په اړه تیر کال د مې په دوهمه وویل:
« نن زما له لارښوونې سره سم، متحد ایالاتو د پاکستان په ایبټ اباد کې پر یوه کور مشخص برید وکړ.
یوې وړې امریکایي ډلې له ډير قابلیت سره دا عملیات وکړل، هیڅ امریکایي ژوبل نه شو، دوي هڅه وکړه چې د ملکیانو د ژوبلیدو مخه ونیسي، له نښتې وروسته دوي اسامه بن لادن وواژه او د هغه جسد یې د تحقیقاتو لپاره ورسره واخیست.»
د عملیاتو پر مهال له اسامه بن لادن سره دوه میرمنې او پنځه ماشومان هم اوسیدل. د برید پر مهال د اسامه کشرۍ میرمن ټپي شوه، امریکایي ځواکونو وویل چې هغې هڅه کوله چې له خپل میړه دفاع وکړي.
یو شمېر رپوټونه څرګندوي چې امل په کندهار کې په دوه زرم کال کې له اسامه سره یوځای شوه، خو د دوي د واده نیټه معلومه نه ده، خو د سپتمر د یولسمې نیټې له بریدونو وروسته امل له خپلې لور صفیې سره چې ویل کیږي په کندهار کې زیږیدلې، کراچۍ ته ولاړه، بیا له هغه ځایه پیښور ته تللې او اته نهه میاشتې وروسته له اسامه سره یوځای شوې ده.
د رپوټونو له مخې امل له پیښوره سوات ته، بیا له هغه ځایه مري ته او د دوه زره پنځم کال په ترڅ کې ایبټ اباد ته تللې.
په هري پور کې د عایشې په نوم د اسامه یوه لور پیدا شوه او په بل کال یې د ابراهیم په نامه زوی وزیږیده. دغه دوه کوچنیان په حکومتي روغتون کې پیدا شوې دي.
د رپوټونو له مخې د اسامه بله لور زینب او زوی حسین په ایبټ اباد کې پیدا شوې دي.
په پاکستان کې د اسامه بن لادن د اوږدې مودې اوسیدو د واشنګتن او اسلام اباد تر منځ پر تودو اړیکو منفي اغیز پرې وتی دی.