د پاکستان په لرې پرته قبايلي سیمه شمالي وزیرستان کې د مشکوکو بې پيلوټه امریکايي الوتکو په تازه بريد کې درې تنه سخت دریزي وسله وال ووژل شول.
له سیمې ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې دا برید د يکشنبې په ورځ مازیګر مهال ددې قبائلي اجنسي د مرکز میرانشاه پر یوه ښوونځي شوی.
ځايي دولتي مقامات د خپل نوم نه ښوولو په شرط وايي، بې پيلوټه الوتکو د یکشنب په مازیګر میرانشاه بازار ته څیرمه پر یوه ښوونځي دوه توغندي وتوغول چې په ترڅ کې يې درې تنه سخت دریزي وسله وال ووژل شول او دوه نور يې ټپيان شول
یوه دولتي مقام، چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي وژل شوي کسان د القاعده ډلې بهرني وسله وال جنګيالي وبلل.
نوموړي وویل، شواهد ښيي چې په نښه شوي ټول بهرنیان دي، خو دا لانه څرګنده چې د کوم هیواد او په دې ښوونځي کې يې څه کول.
دغه مقام وايي د نجونو دا ښوونځی له اوږدې مودې راهیسې تړلی دی .
د پاکستاني وسله والو طالبانو مرکز شمالي وزیرستان د پاکستان هغه قبائلي سیمه ده، چې ویل کیږي پر ځايي جنګيالیو سربیره ګڼ شمیر بهرني وسله وال هم پکې دیره دي.
د ځايي خلکو د معلوماتو له مخې د دې اجنسۍ په ځینې سیمو کې د عربو ترڅنګ د مرکزي اسیا او ځینې نورو هېوادونو یو زیات شمیر جنګیالي کورونه او نظامي مرکزونه لري.
په عین حال کې یوې بلې باخبره سرچینې د خپل هوئت نه ښکاره کولو په شرط په نښه شوي کسان پنجابي طالبان وبلل.
دغه سرچینه د استخباراتي منابعو له قوله وايي، د برید پر مهال د نجونو په دغه تړل شوي ښوونځي کې یواځې پنجابي طالبان موجود وو.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د سیمې خلکو هم تائید کړې، چې په دې برید کې پنجابي طالبان وژل شوي.
نوموړي د هغو راپورونو په باب چې ګواکې وژل شوي کسان د القاعده عرب جنګيالي وو، وویل د پنجابیانو او ځینې عربي وسله والو په لباس او څیرو کې د ورته والي له امله په لومړي سر کې داسې ګڼل کیده چې ګنې دا کسان عرب دي، خو وروسته څرګنده شوه چې ټول يې پنجابیان دي.
پر شمالي وزیرستان د بې پيلوټه الوتکو دا برید په داسې حال کې شوی، چې د پاکستان د جمهور رئیس په ګډون عالي رتبه پوځي او ملکي مقاماتو د امريکا د متحدو ایالاتو له ځانګړي استازي سره په کتنه کې یوارې بیا ددې لړۍ د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه.
د متحدو ایالاتو خاص استازی مارک ګراسمین د جمعې او شنبې په ورځ په اسلام اباد کې له پاکستاني مقاماتو سره وکتل او د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې د رامنځته شویو ستونزو پر اواري يې خبرې وکړې.
په هغو شرائطو کې، چې پاکستان د ناټو ځوکونو د اکمالاتي لارو د بیرته پرانستو او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د دوه اړخیزو روابطو بیا بحالۍ لپاره متحدو ایالاتو ته وړاندې کړي د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو درول هم شامل دي.
پاکستان دا بریدونه پر خپله خاوره تیری او د ملکي خلکو په زیان بولي، خو امریکايي مقامات بیا وايي، چې بې پيلوټه الوتکې یواځې سخت دریزي وسله وال په نښه کوي او په تیرو کلونو کې يې ښې پایلې درلودلي.
راپور: مجیب الرحمان انګار – خیبر پښتونخوا