د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

راسموسن: د ناټو په غونډه کې غړي هېوادونه نړيوال امن ته هڅوو


راسموسن
راسموسن
د ناټو عمومي منشي وايي چې په راروانه مې میاشت کې د دې تړون په سرمشریزه کې به پر غړو هېوادونو فشار راوړي چې له اقتصادي ستونزو سره- سره د نړیوال امنیت لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

اندرېس فوګ رسموسن پرون د اسپانیا له صدراعظم Mariano Rajoy ماریانو رایوی سره تر کتنې وروسته په دې اړه خبرې وکړې.

د اسپانیا صدراعظم وویل چې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو له سپارلو وروسته به د ده هېواد د افغانستان د ماموریت د ملاتړ لپاره له ناټو سره پر خپلو مرستو غور وکړي.

د ناټو عمومي منشي وویل، په داسې حال کې چې په ټولو هېوادونو کې د سپما لپاره هڅې کېږي، د ناټو د غړو هېوادونو مشران به د مې پر ۲۰مه او ۲۱مه د امریکا په شیکاګو ښار کې په خپله سرمشریزه کې د امنیت د ټینګښت پر مسایلو خبرې وکړي.

د اسپانیا صدراعظم له افغانستان سره د مرستې په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنو بیا ټینګار وکړ. اوس مهال د اسپانیا یونیم زر عسکر د آیسف په چوکاټ کې په افغانستان کې دېره دي.
XS
SM
MD
LG