د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

افغانستان او ايران د بنديانو پر تبادلې موافقه وکړه


افغانستان او ایران پرون موافقه وکړه چې د یوبل بندیان به په خپلو کې تبادله کوي. د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت چارواکي وايي، له بندیانو څخه به لومړی دا پوښتنه کېږی چې د کوم هېواد په زندان کې پاتې کېدل غواړي او د موافقې په صورت کې به بیا خپل هېواد ته سپارل کېږي.

د ایران په زندانونو کې دا مهال زرګونه افغانان ورځې شپې تېروي. چې ځینې یې د مخدرو موادو د قاچاق په تور په اعدام محکوم دي.

د رویټرز خبري آژانس راپور د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند جانان موسی زي له قوله لیکي چې وايي، د ایران په زندانونو کې شاوخوا درې زره افغان زندانیان د حبس موده تېروي. د موسی زي په وینا د افغانستان او ایران ترمینځ د بندیانو د تبادلې موافقه چې د پنجشنبې په ورځ لاسلیک شوه، له همدا اوسه د تطبیق وړ ده، خو نوموړی وايي، دا معلومه نه ده چې په څه شمېر ایرانیان د افغانستان په زندانونو کې د حبس موده تېروي.

افغانستان او ایران په ۲۰۰۶ کال کې لومړی د بندیانو د تبادلې لپاره اصول او قوانین طرح کړل او په دې توګه بندیانو او د هغو کورنیو ته دا اختیار ورکړل شو چې د استوګنې لپاره له ایران او افغانستان څخه یو غوره کړي. د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دې اقدام ستاینه کړې او دا یې د اړیکو د پراختیا په برخه کې د ایران له خوا یو مهم ګام بللی خو په خبرپاڼه کې دا یادونه هم شوې ده چې دا موافقه یوازې پر هغو بندیانو د تطبیق وړ ده چې حداقل د خپل حبس شپږ میاشتې یې تېرې کړې وي.

رویټرز خبري آژانس د راپور په دوام لیکي، په داسې حال کې چې ناټو او متحدان یې د ۲۰۱۴ کال ترپایه په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت پای ته ورنژدې کېږي د ټولو پاملرنه د دې هېواد ګاونډیانو او دې پوښتنې ته اوړي چې دوی د افغانستان د راتلونکې په جوړولو کې کومه ونډه ترسره کولای شي.

افغان حکومت وايي، د دې راپورونو په اورېدو سره یې سخت ټکان خوړلی چې ایران پروسږکال یوزیات شمېر افغان بندیان چې اکثر یې د مخدرو موادو د قاچاق په تور نیول شوي وو، اعدام کړي.

ایران د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اعدام تر ټولو زیات حکمونه پکې تطبیقېږي او په دې لړکې د مخدرو موادو قاچاقبران هم په منظم ډول اعدامېږي.

د راپورونو له مخې شاوخوا میلیون افغان کډوال اوس مهال په ایران کې استوګنه لري خو اکثر دا کډوال شکایت لري چې په ایران کې له دوی سره تبعیض او تعصب کېږي، دوی ته هلته د سیال په سترګه نه کتل کېږي او حکومت د مور- میرې سلوک ورسره کوي.
XS
SM
MD
LG