د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

د اسامه بن لادن کورنۍ سعودي ته واستول شوه


پاکستاني پوليس د بن لادن د کورنۍ څارنه کوي
پاکستاني پوليس د بن لادن د کورنۍ څارنه کوي
د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن کورنۍ، په اسلام اباد کې تر څه کم یو کال تیرولو وروسته د جمعې په شپه سعودي عربستان ته واستول شوه.

د بن لادن کورنۍ چې تر اوږدو تحقیقاتو وروسته له تیرو څو میاشتو راهیسې د اسلام اباد د جي شپږ سیمې په یوه کې کور کې ساتل کیدل د شپې ناوخته مهال په ناڅاپي توګه عربستان ته واستول شول.

د پاکستان دولتي تلویزیون دخبر له مخې د کورنیو چارو وزارت د اسامه کورنۍ د هغوی په خوښه او غوښتنه سعودي ته واستول.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د می پر دویمه نیټه په ایبټ اباد کې د پاکستان مشهورې پوځي اکاډمۍ کاکول ته څیرمه په یوه کور کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

داسامه تر وژنې وروسته د پاکستان استخباراتي او امنيتي ادارو د هغه د کورنۍ غړي ونیول او تر اوږدو تحقیقاتو وروسته يې په اسلام اباد کې په یوه کور کې دیره کړل چې د نظر بندۍ بڼه يې لرله.

د پاکستان دولت د نوموړي د درېيو کونډو او دوو بالغو لوڼو ته په پاکستان کې په ناقانونه توګه د اوسیدا له وجې د ۴۵ ورځو بند سزا ورکړه، چې دا سزا تیره اوونۍ په همدې کور کې پای ته ورسیده.

د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي، چې دوه بالغې لوڼې، درې کونډې او نهه ماشومان پکې شامل دي تیره شپه شاوخوا یوولس بجې د ځانګړیو امنيتي تدابیرو لاندې د اسلام اباد هوايي ډګر ته یوړل شول او له هغه ځایه په یوه ځانګړې الوتکه کې سعودي عربستان ته واستول شول.

تر دې وړاندې د نوموړي د یمني ښځې د کورنۍ ځينې غړي د اسلام اباد یوې محکمې ته حاضر شول او غوښتنه يې وکړه، چې د هغوی خورلڼې او د بن لادن کونډې ته له پاکستانه د وتو اجازه ورکړي.
د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د تیر کال دمی میاشتې په دویمه نیټه د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې کاکول نومي پوځي اکاډمۍ ته څیرمه په خپل کور کې د امریکا د ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

ویل شوي، چې نوموړي څو کاله په دې کور کې ژوند کړی.

پاکستاني مقاماتو سعودي ته د بن لادن د کورنۍ د استولو په باب ډیر څه نه دي ویلي، خو دولتي مطبوعاتو د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې د بن لادن کورنۍ د هغوی د غوښتنې له مخې سعودي ته استول شوې.
XS
SM
MD
LG