د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۲

لاهور کې بمي چاودنې په لسګونو ملکیان په وینو ولړل


د سې شنبې په ماښام په لاهور کې د اورګاډي د مرکزي ستیشن په یوه نوي پرانیستل شوي ترمینل کې بمي چاودنې د دې ادارې د عمليي په ګډون په لسګونو ملکیان په وینو ولړل.

پولیس وايي، چاودنه د بزنس ټرین د ټکټونو د ورکړې او انتظارګاه د خونې مخې ته شوې.

بزنس ټرین په پاکستان کې تر ټولو عصري یا پر نویو اسانتیاوو سمبال نیمه خصوصي اور ګاډی دی، چې تر ډيره په کې شتمن خلک سفر کوي.

د لاهور امنیه قوماندان اسلم ترین وايي، په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او اوویشت نور ټپيان دي، خو پاکستاني رسنۍ بیا د وژل شوېو شمېر درې او د ټپيانو هغه ۴۰ تنه ښيي.

اسلم ترین، چې د پيښې په ځای کې يې رسنیو ته معلومات ورکول وویل، پولیسو لا له وړاندې راپور ترلاسه کړی و چې ترهګر غواړي په لارهور کې چاودنه یا بل کوم تروریستي عمل ترسره کړي:

"بې له شکه دا یوه دردوونکې تروریستي پيښه، سره له دې چې موږ له وړاندې راپور ترلاسه کړی و، چې ترهګر غواړي په لاهور کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځای یا پر کومه دولتي ودانۍ چاودنه یا برید وکړي، خو له بده مرغه پولیس يې په مخنیوي کې پاتې راغلل.

دا چې دا څه ډول چاودنه وه، کوم مواد پکې کارول شوي، زما لپاره دا وروستۍ خبرې دي، اصل خبره دا ده چې ترهګر په کار څنګه بریالي شول، ولې چې تاسو وینئ چې دې ځای ته تر رارسیدو څو وارې سکینرونه یا د تلاشئ برقي ماشینونه لیګیدلي او هم تلاشي اخیستل کیږي."


نوموړی وايي، ترمینل ته هر ننوتونکی کس په نویو برقي او کشفي وسایل تلاشي کیږي، خو عیني شاهدانو له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په ترمینل کې نصب شوي دغه ډول وسایل له تیرو څو میاشتو راهیسې بند او له کاره لویدلي.

اسلم ترین د چاودنې د نوعیت په باب څه ونه ویل، خو د پولیسو د اړوندې ادارې یوه بل عالي رتبه افسر اسلم سجاد له رسنیو سره په خبرو کې د ځانمرګي برید امکانات رد کړل او ويې ویل، چې لومړني شواهد ښيي، چې چاودیدونکي مواد له وړاندې ځای پر ځای شوي وو:

"د پيښې له ځایه ترلاسه شوي شواهد ښيي، چې دا یو ځايي جوړ بم و، چې ترهګر يې په خپله جوړوي.

تر هغې چې زموږ تحقیقات نه وي بشپړ شوي ډیر څه ویل به له وخته وړاندې وي، خو دومره ویلی شم چې په چاودنه کې له پينځو تر اتو کلو ګرامه پورې چاودیدونکي مواد کارول شوي.

تر کومې چې د ځانمرګي برید خبره ده، نو هیڅ داسې شواهد نه دي ترلاسه شوي."


نوموړی د پولیسو د لومړنیو تحقیقاتو او ځينې عیني شاهدانو له قوله وايي، چې چاودیدونکي مواد په یوه بکس کې ايښودل شوي وو.

اسلم سجاد زیاتوي، چې په وژل شوېو کې یو پولیس او د اورګاډي ادارې یو کارکوونکی هم شامل دي.

په لاهور کې دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې د جمعې په شپه په اسلام اباد کې د یوه خصوصي شرکت د الوتکې تر لویدو وروسته ډیرې خلکو اورګاډو ته مخه کړې.

پولیسو تر چاودنې وروسته په لاهور او نورو ښارونو کې د ځانګړیو امنيتي تدابیرو نیولو خبر ورکړی خو خلک بیا پر دې اعتراض کوي، چې امنيتي ادارې هرځل تر پيښې وروسته راويښيږي.
XS
SM
MD
LG