د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۵

د امریکا د کانګرس د غړو وروستۍ څرګندونې په افغانستان کې لاسوهنه ده


د امریکا د کانګرس یوه غړي، چې اوس اوس یې کابل ته سفر کړی وو د افغان حکومت د سیاسي اپوزسیون د یوې ډلې ملي جبهې له مشرانو د افغانستان په حالاتو خبرې کړي.

ملي جبهې ویلي، چې د امریکا د کانګرس دې غړي په هیواد کې د متمرکزه نظام د پای ته رسولو او د پارلماني نظام د واکمنولو لپاره د دوی د دریځ ملاتړ کړې، چې دغه مسئله ددوی په ګډه اعلامیه کې هم ذکر شوې.

د ملي جبهې په اعلامیه کې که څه هم په افغانستان کې د سیاسي نظام بدلون د امریکا د کانګرس د دې غړي او د دوی یوه ګډه غوښتنه بلل شوې خو د کانګرس غړي په خپلې وینا کې په دې اړه کومه اشاره نه درلودله.

په کابل کې د ملي جبهې له ځینو مشرانو سره له لیدنې وروسته د امریکا په کانګرس کې د ټکزاس د ایالت استازي لیوی ګومیرټ په یوه ګډ خبري کنفرانس کې څرګندونې وکړې.

نوموړي په افغانستان کې د سولې له بهیره ملاتړ وښود، خو په دې یې هم ټینګار وکړ چې په دې بهیر کې دې د افغانستان ټولې خواوې شاملې شي:

″د افغانستان ملي جبهه او زه د هر هغې هڅې هرکلی کوو، چې افغانستان ته سولې او ثبات راولي، خو موږ ټینګار کوو، چې ټولې خواوې او ټولنې باید وکولای شي، چې د سولې په پروسه کې برخه واخلي او مهم ارزښتونه، د ټولو ټولنو حقوق او د افراطیت او تاوتریخوالي غندنه باید دغه پروسه پرمخ بوځي.″

خو په دې خبري غونډه کې د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود د هغې اعلامیې متن ولوست چې په کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې د سیاسي نظام د بدلون غوښتنه شوې وه.

دغه اعلامیه کې چې نوموړي د امریګا د کانګرس له پلاوي سره یوه ګډه اعلامیه وبلله اوسنی ریاستي نظام د فساد او د نه شفافیت یوه مرجع بلل شوې او په پارلماني نظام د هغې په بدلیدو ټینګار شوی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې دغه غونډه د امریکا د کانګرس د غړو شخصي ناسته بللې او ویلي یې دي، چې د دوی څرګندونې د امریکا د جمهور رییس او ادارې د نظر څرګندويي نه کوي.

بل خوا د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت د دې هېواد د سیاسي نظام د بدلون په اړه د بهرنیانو هر ډول څرګندونې یوه لاسوهنه بولي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

″په افغانستان کې د سیاسي نظام د څرنګوالي په اړه، د افغانستان د کورنیو چارو په اړه د بهرنیو اتباعو د نظر هر ډول څرګندونه، د افغانستان په کورنیو چارو کې یو ښکاره مداخله ده او موږ یې غندو.″

ټاکل شوې وه، چې د امریکا د کانګرس دا غړې د خپل یو بل همکار ډانارورابکر سره یو ځای کابل ته سفر وکړي، خو هغه ته په دوبۍ کې افغانستان ته د تلو اجازه ورنه کړای شوه.

خو موسی زي وویل، دا چې د امریکا د کانګرس یوه غړي ته افغانستان ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې، په دې اړه دقیق معلومات نه لري.

د ملي جبهې په نوم نوي جوړ شوي سیاسي ایتلاف څه موده مخکې هم په برلین کې د امریکا د کانګرس له څو تنو غړو سره په افغانستان کې د سیاسي نظام د بدلون په اړه غونډه درلودله.

هغه وخت هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او ځینو نورو افغاني کړیو د ملي جبهې له مشرانو سره د کانګرس د غړو دغه ناسته غندل شوې وه او د افغانستان په کورنیو چارو کې یوه لاسوهنه وبلله شوه.

خو د ملي جبهې مسوولین چې احمد ضیا مسعود، عبدالرشید دوستم او محمد محقق یې له مهمو هغو څخه دي، ټینګار کوي چې په افغانستان کې به دیوه پارلماني نظام د راوستلو لپاره خپلو منډو ترړو ته دوام ورکوي.
XS
SM
MD
LG