د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

ناټو په افغانستان کې د خپلې چورلکې نسکورېدل تایید کړل


امریکايي چارواکو منلې ده، چې څلور پوځیان یې په افغانستان کې د هیلیکوپټرې د نسکورېدو په یوه پېښه کې وژل شوي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا د دې الوتکې د لویدو سبب معلوم نه دی او دوی يې په اړه څیړنې کوي.

واشینګټن وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د امریکايي سرتیرو دا هیلیکوپټره د افغان امنیتي ځواکونو د هغې پوستې د پاسه د تیریدو په حال کې وه؛ چې د یو ځان وژونکي برید شاهده وه.

د هلمند د ګرمسیر ولسوال هم ویلي دي، چې د امریکايي ځواکونو هیلیکوپټره د پېښې پر سیمه د الوتنې په حال کې وه، چې د خرابې هوا له کبله وغورځیده. نوموړې په دې اړه ډیر جزییات نه دي ورکړي.

خو په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ میشتو ځواکونو سره له دې چې دا پېښه یې تایید کړې ده د دې پېښې د قرباني سرتیرو هویت یې نه دی په ډاګه کړی.

تر پرون مازیګر پورې هم په دې اړه شکونه وه چې دا به امریکايي هیلیکوپټره وي کنه، خو په واشینګټن کې د چارواکو څرګندونو دا شکونه پای ته ورسول.

طالبانو ویلي، چې د دوی وسلوالو دا هیلیکوپټره په توغندي ویشتې او نسکوره کړې یې ده. خو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د عملیاتو د پیل راهېسې تر اوسه پورې په لسګونو پوځي او لوژیستیکي الوتکې رالویدلې دي. خو تر ټولو درنه مرګ ژوبله په دې پېښو کې تیر کال د اګست په میاشت کې هغه مهال واوښته چې په میدان وردګو ولایت کې وسلوالو طالبانو یوه امریکايي الوتکه په توغندي وویشته.

په دې پېښه کې دیرش امریکايي او اته افغان پوځیان وژل شوي وو.

د پنجشنبې د ورځې پېښه په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پوځي الوتکې د نسکوریدو دریمه پېښه ده.

په جنوري میاشت کې د امریکايي سرتیرو یو ه الوتکه په موسی کلا کې لویدلې وه چې شپږ تنه په کې وژل شوي وو. ورپسې په مارچ کې یوه ترکي الوتکه په کابل کې ولویده چې په کې ۱۲ ترکي سرتیري او دوه ملکیان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG