د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

پاکستان او الکولي مشروبات


ایکونومیست مجلې په پاکستان کې چې د الکولي مشروباتو پلورل او څکل بند دي، د بیرو او شرابو د تولید په یوې فابریکې چې په راولپنډۍ کې د پوځ مرکزي قرارګاه ته نژدې له شاوخوا یوې نیمې پیړۍ راهیسې فعالیت کوي، یوه لیکنه خپره کړې ده.

مجله لیکي، د دغې فابریکې الکولي مشروبات ډیرمشهور دي او د سیاست والو ترڅنګ پوځي لوړرتبه افسران هم ترې کاراخلي.

د پاکستان په هغې فابریکې کې چې له تولیدي پلوه ډیره بریالۍ ده، د اوربشې بوی یې ټوله داخلی فضا نیولې ده.

موري بریوري فابریکه چې د بریتانوي عسکرو د الکولي تندې ماتولو لپاره یوه نیمه پیړۍ مخکې په راولپنډۍ کې جوړه شوې، تراوسه په هماغې مخکینۍ بڼه فعالیت کوي.

دغه فابریکه چې د پاکستان د پوځ د مرکزي قرارګاه مخامخ فعاله ده، پکې د کارګرو او ماشینونوډیرشور او زوږ دی. کارګر د بیرو او شرابو قوطي او بوتلونه په کریټونو کې ږدي او په مخصوصو ځایونو کې یې ځای پرځای کوي.

د فابریکې یوه برخه چې د بخارماشینونونه پکې فعال دي، په هرساعت کې ۱۴۰۰ قوطي بیر تولیدوي. په څنګ کې یې د تبخیر نور ماشینونه چې له هند څخه وارد شوي، نیم لیتره مخصوص شراب، سکاچ ویسکي په دومره سرعت سره تولیدوي چې حتي کله کارګر هم ورپسې نشې رسیدلی چې لیبلونه پرې ولګوي.

سوپیریور ویسکي چې ډیرمشهوردي په پاکستان کې یې هربوتل په څلورسوه روپیو چې معادل څلورډالره کیږي، پلورل کیږي.

دغه فابریکه له اوږدې مودې راهیسې د زردشتیانو له خوا چې د پاکستان له مذهبي اقلیتونه څخه دي، چلیږي.

په دغې فابریکې کې څلورسوه کارګر ګمارل شوي چې په سلوکې ۹۹ یې مسلمانان دي. د ریس په وینا یې دا په دې اسلامي جمهوریت کې د الکولي مشروباتو د تولید ستره فابریکه ده.

د ایکونومیست له دې لیکنې سره سم مذهبي افراطیانو تراوسه دا فابریکه چې تولیدات یې حتی په الکولومعتادو کسانو ته په لویدیځ پوله افغانستان لوري ته قاچاق کیږي، نده په نخښه کړې.

په پاکستان کې د الکولي مشروباتو په پلورلو او څکلو یواځې په ۱۹۷۰ لسیزه کې چې ذوالفقار علي بوټو صدراعظم و، بندیزونه ولګول شول. هغه په دې اقدام سره غوښل چې د اسلام پالو رایې خپلې کړي. خو د دې قانون عملي کیدو ته زیات پام ندی اوښتی.

په پاکستان کې هندوان، مسیحیان، زردشتیان او بودایان د دې هیواد د نفوسو په سلوکې څلورمه برخه جوړوي. پردوی سربیره په دې هیواد کې میشت بهرنیان هم کولای شي الکولی مشروبات وپیري. خو ډیرو مسلمانانو هم له نافذ شوي قانون څخه چې یوه مسلمان ته د الکولي مشروباتو د پلورلو لپاره تراتیا دورې وهلو پورې سزا ټاکل شوې، د سرغړونې نورې لارې موندلې دي.

ایکونومیست لیکې، د پاکستان اکثره لوړرتبه پوځي افسران ویسکي څکې اوحتی په خپله ولسمشر اصف علي زرداري هم یووخت د واینو ګیلاس په لاس عکس اخیستی و.

د مجلې په وینا په دې وروستیو کې په دې هیواد کې په الکولي موادو د روږدو کسانو د درملنې کلینیکونه هم د پراخیدو په حال کې دي.

د موري فابریکې د تولیداتو لپاره تقاضا هم په دې هیواد کې زیاته ده.

جګړن سادو رحمن چې د پوځ یوپخوانی منصبدار دی په دفتر کې یې د بیرو، ویسکي او ودکا بیلابیل ډولونه ایښودل شوي. د دې ترڅنګ د اجازه لیک په یوې پاڼه کې د ۲۹ نورو غیرالکولي مشروباتو چې اکثره یې د میوې جوس او حلال دي، نومونه هم ذکر شوي چې دغه فابریکه یې تولیدوي.

هغه وایي که څه هم په وروستیو کې د مالیو زیاتوالي د فابریکې پرتولیداتو ناوړه اغیزکړی خو له دې سره سره د دوی د تولیداتو د پلورلو بازارډیرګرم دی.

ایکونومیست لیکې، له پاکستانه بهرته په تیره هند ته چې راکړه ورکړه یې ورسره په غوړیدوده، د الکولي مشروباتو پرصادراتو رسمي بندیزونه مخ په لیرې کیدو دي.
XS
SM
MD
LG