د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

د یو شمېرمهم پاکستاني طالبانو ویډیو راووته چې له زندانه تښتي

په هغه دوه ویشت ثانې ویډیو کې چې په دیره اسماعیل خان کې د ازادۍ راډیو خبریال ته استول شوې ده، عدنان رشید د یوه موټر په مخکني سیټ کې ښکارې چې خاندي او د یوه سړي پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

یو شمېرمهم پاکستاني طالبان په یوه ویډیو فلم کې وروسته تر دې ښکاره شول چې په وروستیو کې له زندانه وتښتیدل.

تیره یکشنبه عدنان رشید له شاوخوا څلور سوه نورو بندیانو سره په بنو کې له زندانه وتښتید.

په هغه دوه ویشت ثانې ویډیو کې چې په دیره اسماعیل خان کې د ازادۍ راډیو خبریال ته استول شوې ده، عدنان رشید د یوه موټر په مخکني سیټ کې ښکارې چې خاندي او د یوه سړي پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

رشید وایي، دی روغ دی او اته کاله او څلور میاشتې یې په بند کې تیرې کړې دي.

عدنان رشید پخوا د پاکستان د هوايي ځواکونو افسر و او په دې تور په اعدام محکوم شوی و چې په هغه قضیه کې یې لاس درلود چې د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف د وژلو لپاره تیاره شوې وه.
XS
SM
MD
LG