د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

چین او روسيي له ایرانه د امریکایي الوتکۍ په اړه معلومات غوښتي


Iran -- Revolutionary Guard, Brigadier General Amir-Ali Hajizadeh (R) looks at what Iranian officials claim is the US RQ-170 Sentinel high-altitude reconnaissance drone that crashed in Iran, 08Dec2011
Iran -- Revolutionary Guard, Brigadier General Amir-Ali Hajizadeh (R) looks at what Iranian officials claim is the US RQ-170 Sentinel high-altitude reconnaissance drone that crashed in Iran, 08Dec2011
د ایران نیمه دولتي اژانس فارس خبر ورکوي، چې روسیې او چین له تهرانه غوښتې دي چې د هغې بې پیلوټه امریکایي الوتکې په اړه دوي ته معلومات ورکړي چې په دسمبر کې ایران وویل چې نیولې یې ده.

فارس اژانس د ایران په دفاع وزارت کې د احمد کریمپور په نامه د یوه سلاکار له خولې ویلې دي چې تهران د ( پي کیو یو سل او اوویا ) الوتکۍ په اړه د ډیرو هېوادو غوښتنې ترلاسه کړې دي چې معلومات ورکړي، خو د کریمپور په وینا ماسکو او پیکنګ په ډیر جدیت دا غوښتنه له تهرانه کړې ده، چې د دې بې پیلوټه الوتکۍ په باره کې مفصل معلومات ورکړي.

د ایران د دفاع وزارت دغه سلاکار په دې برخه کې نور توضیحات نه دې ورکړي، چې روسیه او چین په څه ډول له ایرانه غوښتنه کړې ده.

د لیندۍ په میاشت کې دا الوتکه ورکه شوه او هغه مهال د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یوه لوړ پوړي قومندان وویل، هېواد به یې د امریکا هغه جوړه پاتې شوې بې پیلوټه الوتکه چې ایراني ځواکونو نیولې بیرته امریکا ته ونه سپاري .

جنرال حسین سالمي دا هم ویلي وو، چې د ایران هوايي حریم ته د امریکا د دې پې پیلوټه الوتکۍ ورتګ یو سرغړاوی او دښمنانه عمل دی .

ایران بیا تیر کال په تلویزون کې هغه تصویرونه وښودل، چې د ایران پوځي چارواکي د ار کیو یو سلو اویا ډولې بې پیلوټه امریکايي الوتکې پلټنه کوي چې د دوي په وینا د افغانستان له پولي دوه سوه پنځه ویشت کیلومتره ور اخوا یې د ایران په خاوره کې نیولې ده.

اسوشیتد پریس اژانس لیکي، چې امریکایي پوځي چارواکو مخکې ویلي و چې د دغې ورکې شوې بې پيلوټه الوتکې ټکنالوژي دومره ساده نه ده چې ایرانیان دې پرې پوه شي.
XS
SM
MD
LG