د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۱

نړېوالو د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ لپاره پخې ژمنې ورکړي

د ناټو عمومي منشي وايي، وروسته تر هغه چې په ٢٠١٤میلادي کال کې په افغانستان کې د ايساف رول پايته رسېږي او اکثريت نړېوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، ناټو او متحدان به مرستندوي ماموريت پرمخ بيايي.

اندريس فوګ راسموسن د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا وستايله او ويې ويل ډېر ژر به ناټو په افغانستان کې د پاتې نورو سيمو امنيتي مسووليتونه هم افغان ځواکونو ته وسپاري، دا ځکه چې افغان ځواکونه ورو- ورو په پښو درېږي او د پخوا په پرتله د نړېوالو پوځي مرستې ته اړ نه دي:

(دوي [افغان امنيتي ځواکونه] کولاى شي په راتلونکي کې خپل هېواد غښتلى او خوندي وساتي.

تر هغه وخته پورې به موږ په تېرو کلونو کې د ډېرو مالي او ځاني لګښتونو په بدل کې ترلاسه شوې برياوې وساتو، موږ هره ورځ ګورو چې افغان ځواکونه له قوت او ظرفيت څخه برخمنېږي.

دوي په ټول هېواد کې د څلوېښت فيصده معمولي عملياتو مشري کوي. دوي د هغو سيمو د امنيت رهبري په لاس کې لري، چې د افغانستان پنځوس فيصده نفوس په کې اوسېږي.

زه تمه لرم موږ ډېر ژر وګورو چې دوى د نورو ولايتونو او ولسواليو مشري واخلي.)

د ناټو عمومي منشي پرون د دې تړون د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو د لومړۍ ورځې د غونډې په پاى کې يوه کنفرانس ته وويل، متحدو هېوادونو له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د مالي ملاتړ لپاره پخې ژمنې ورکړې دي، خو ده ونه ويل چې متحدو هېوادونو د څومره اندازه پيسو د ورکړې ژمنه کړې ده.

د ناټو د دې غونډې د اجنډا يوه مهمه مسئله د افغان ځواکونو مالي اړتيا ده، چارواکي وايي په دې باب به وروستۍ پرېکړه راروانه مياشت د شيکاګو په کنفرانس کې کېږي.

تمه کېږي، نن د افغانستان دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردک چې د بهرنيو چارو له وزير زلمي رسول سره بروکسل ته راغلي، پر دې مسئله له خپلو متحدانو سره خپلې اندېښنې او غوښتنې مطرح کړي.
This item is part of
XS
SM
MD
LG