د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۲

پاکستان: امریکا دې زموږ په چارو کې لاس نه وهي


په داسې حال کې چې د امريکا د پلټنې کارکوونکي د هماليا د غرونو په يخبندانونو کې د وروکو شوېو پاکستاني عسکرو په لټه کې دي، د پاکستان پارلمان د امريکا څخه خپلې نوې غوښتنې مطرح کړې او وايي، چې امريکا بايد د دې هېواد په چارو کې له لاس وهنو څخه لاس واخلي.
په داسې حال کې چې د امريکا د پلټنې کارکوونکي د هماليا د غرونو په يخبندانونو کې د وروکو شوېو پاکستاني عسکرو په لټه کې دي، د پاکستان پارلمان د امريکا څخه خپلې نوې غوښتنې مطرح کړې او وايي، چې امريکا بايد د دې هېواد په چارو کې له لاس وهنو څخه لاس واخلي.
تيره اوونۍ د پاکستان پارلمان د متحدينو سره د اړيکو د تنظيم په مقصد نوی لارښود تصويب کړ، په دې لارښوونو کې د امريکا د استخباراتي ادارې يا سي اي اې څخه غوښتنه شوې ده، چې، په پاکستان کې د بې پيلوټو الوتکو حملې بندي کړي، د هغو هوايي حملو له کبله چې ۲۴ پاکستاني عسکر په کې ووژل شول رسمي معذرت وغواړي، په پاکستان کې د استخباراتي مامورينو فعاليت بند کړي او له هغو کارونو څخه چې د پاکستان ملي حاکميت تر پوښتنې لاندې راولي لاس واخلي.

واشنګتن پوست ورځپاڼه ليکي: په تيرو کلونو کې پرته له دې چې متحده ايالاتو پاکستان ته څومره پيسې وړکړي دي، پاکستانيان په عامه توګه د امريکا کارونو او انګيزو ته د لوی شک په سترګه ګوري.

په ۲۰۱۰ مالي کال پاکستان دوهم هېواد و، چې وروسته له افغانستان څخه يې د امريکا زياتې پوځي او اقتصادي مرستې تر لاسه کړي دي.

په يو راپور کې چې د امريکا د کانګرس د يوه تحقيقاتي مرکز له خوا تيره اوونۍ نشر شو راغلي دي چې، د پاکستان د خلکو ترمنځ د امريکا ضد احساسات ډير دي او امريکا چې هرڅومره مرسته وکړي د دغه منفي احساساتو تر تاثير لاندې راځي.

خو په امريکا کې هم حالت هم دا شان دي. کله چې څرګنده شوه چې، اسامه بن لادين کلونه کلونه د پاکستان د اردو د اکاډمۍ تر څنګ ژوندکاو امريکايانو هم دا پوښتنه وکړه چې ايا پاکستان د تروريزم پر ضد په لس کلنه جګړه کې د امريکایانو د باور وړ متحد دي او کنه ؟

خو د متحده ايالاتو مرستې پاکستان ته بيا هم دوام وموند.

د همدغه مرستو په چوکاټ کې وو چې، د سايچېن يخبندان تر پيښې وروسته ډير ژر د متحده ايلاتو د پلټڼې او نجات ټيمونه د هماليا د غرونو لوړو ته وليږل شول.
هلته ۱۳۵ پاکستاني عسکر او ملکېان تر واورو لاندې شوي دي.

دا يوه نظامي سيمه ده چې، د کشمير سرحد ته نژدې پرته ده او پاکستان او هندوستان دواړه پر هغه د مالکېت دعوه لري.

متحده ايالاتو د پاکستان په نورو طبیعي پيښو کې لويي مرستي کړي دي، د مثال په توګه د۲۰۰۵ میلادي کال د لويي زلزلې په پيښه کې چې ميليونو انسانان يې بې کوره کړل، همدا شان په ۲۰۱۰ میلادي کال چې په پاکستان کې لويو سيلاوونو زيات تاواننونه ورسول امريکا تر ټولو لومړي د دې هېواد مرستې ته ور ودانګل.

د اتلانتیک په شورا کې د جنوبي اسياد مرکز مشر شجاع نواز وويل:

(ده تاريخي لحاظ امريکا تر ټولو نورو هېوادنو زياتې مرستي کړي دي، خو د ښاغلي شجاع په وينا يوه ستونزه بايد هيره نه کړو او هغه دا چې په پيسو د خلکو محبت نه ترلاسه کېږي. )

ده زياته کړه، که تاسو ټينګار وکړئ چې تاسې د خلکو خوښ ياست ځکه تاسو ورسره مرسته کړې ده، نو نتيجه به هميشه بر عکس وي.
XS
SM
MD
LG