د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

افغان امنیتي چارواکو په خپلې ناکامۍ اعتراف وکړ


سره له دې چې د ملي امنیت چارواکي په کابل کې د حملو له امکان څخه خبر شوي وو خو بیا هم ونه توانیدل چې د دغو حملو له پیښیدو مخنیوی وکړي.

د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون ته وویل، چې دوي د دغو حملو د مخنیوي لپاره یوه اندازه اقدامات هم کړي وو خو له دغو اقداماتو سره سره دوي د حملو په مخنیوی کې پاتې راغلل.

د ښاغلي نبیل په خبره دوي په یوه مشکوک ځای کې چې د وسله والو طالبانو لومړی هدف وو، د پولیسو یوه امنیتي پوسته هم جوړه کړې وه:

(هغه ودانۍ چې اول پلان شوې وه، یوه سل متریزه ودانۍ وه، دا د توريالي ودانۍ په نامه هم یادیده، ددې پرسر د پولیسو سره په همغږۍ پوسته جوړه شوه.

کومې مرستې او همکارۍ چې په دننه کې له وسله والو کسانو سره کیږي زمونږ په وړاندې یې ډیرې ستونزې پیدا کړي.

ما په ښکاره توګه وویل چې له بریاوو وروسته مونږ ناکامۍ هم لرو، په دې کې هیڅ شک نشته، د نړۍ ډیر لوی استخباراتي سازمانونه له دې ناکامیو سره مخ شوي،مونږ ناکامۍ درلودې او د هغو لپاره دلایل هم لرو.)

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون د سه شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدی، د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل او د دفاع وزارت مرستیال عنایت الله نظري ور بللي وو او د وروستیو حملو د څرنګوالي په اړه یې ورڅخه معلومات وغوښتل.

دغه درې چارواکي په داسې حال کې ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو چې له دې یوه ورځ وړاندې ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې ورځې د حملو لوی لامل استخباراتي ناکامي وښوده.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي هم دا ومنله چې د یکشنبې ورځې د حملو په مخنیوي کې دوی ناکامه وو:

(دې حملو زمونږ د استخباراتي ځواکونو ناکامي وښوده، دغه موضوع نه باید له مونږ څخه پټه پاتې وای، مونږ باید دغه حملې مخکې له مخکې شنډې کړې وای، داچې ونه شول نو له شک پرته چې یوه ناکامي ده او باید وې منو.

دغه حملې مخکې پلان شوې وې، ځکه دغو وسله والو کسانو نه شو کولای چې یوځل دومره مهمات له ځآن سره راوړي، لکه څنګه چې د ملي امنیت مشر وویل،دغه حملې له مخکې نه سازماندهي شوې وې.)

د دفاع وزارت مرستیال عنایت الله نظري هم وویل چې امنیتي ځواکونو له بریاوو او لاسته راوړنو سره سره هم ځینې خالیګاوې درلودې.

امنیتي چارواکي له دغو څرګندونو وروسته د وکیلانو ترسختو انتقادونو لاندې راغلل.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وویل چې د دغو حملو لامل د امنیتي اورګانونو ترمنځ د همغږۍ نه شتوالی دی:

(د هم اهنګۍ نشتوالی د پولیسو،اردو او ملي امنیت ترمنځ یوه ستونزه ده،دویم ټکی دادی چې مونږ د پولیسو شجاعت منو خو کومه تګلاره چې دوی ورڅخه کار اخلي باید اصلاح شي، خو باید دا ووایم چې دایو عادي پروګرام نه ووبلکې دیوه نظامي قیام ښکارندويي یې کوله.)

د وکیلانو له دې انتقادونو او پوښتنو وروسته غونډې د بندو دروازو ترشا دوام وکړ او خبریالانو ته یې د پوښښ اجازه ورنه کړل شوه.

د تیرې یکشنبې په ورځ په کابل او دریو نورو ولایتونو کې په یووخت د وسله والو طالبانو ډله ییزې حملې پيل شوې چې په کابل کې یې ترشلو ساعتونو پورې دوام وکړ.

په دغو حملو کې دوسله والو طالبانو په ګډون ۵۱ کسه ووژل شول او څلور اویا نورټپيان شول.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG