په داسې حال کې چې د دولت وسله وال مخالفین په اوړي کې د دوي د حملو د زیاتیدو خبر ورکوي، خو د دفاع وزارت وايي، چې د دولت د وسله والو مخالفینو د له منځه وړلو لپاره د افغان ځواکونو هڅې دوام لري.
د دې وزارت په وینا افغان ځواکونو په دې وروستیو کې شاوخوا څلویښت وسله وال مخالفین د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې وژلي دي.
د دفاع وزارت یو ویاند دولت وزیري د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان ځواکونو د وسله والو مخالفینو څو تنه قوماندانان هم وژلي دي:
(شاوخوا دیرش او څلويښت تنه مخالفین هلته وژل شوي دي او ډیر شمېر وسلې او مهمات زموږ د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
څرنګه چې اوس زه تاسو سره خبرې کوم هلته د دوه سوه یو سیلاب قل اردو جستامونه په کامدیش کې موجود دي او خپلو تصفیوي عملیاتو ته ادامه ورکوي.)
ښاغلی وزیري وایي، چې د کامدیش ولسوالۍ دا مهال د وسله والو مخالفینو له ولکې خلاصه شوې او د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته تاوان نه دی اوښتی.
افغان ځواکونو د وسله والو مخالفینو له ولکې نه د دغې ولسوالۍ د خلاصولو لپاره شاوخوا یوه اوونۍ مخکې عملیات پیل کړي وو:
(د کامدیش ولسوالی په بشپړه توګه تصفیه شوې ده، دا نن هم دوه سیمې د پیرستان او استرا تصفیه شوي چې وسله والو مخالفین له دې سیمو یا تښتیدلي او یا هم وژل شوي دي).
د نورستان په کامدیش کې دغه عملیات وروسته له هغې پیل شو چې شاوخوا لس ورځې مخکې داسې رپوټونه خپاره شول چې د غې ولسوالۍ ته سلګونه تورې جامې لرونکي وسله وال ننوتلي.
د رپوټونو له مخې دغه سلګونه تنه وسله وال مخالفین د افغانستان له پولې اخوا د نورستان ولایت ته ننوتلي دي.
همدا راز ددې سیمو یو شمیر اوسیدونکي وایي چې ډیرې دغه کسان چې دلته جګړه کوي، پاکستانیان دي او د دغو کسانو په ډله کې د یو شمیر نورو هیوادونو وسله وال هم شامل دي.
جمیله ظریف