په کندهار کې د ملي اردو يوه سرتيري چې غوښتل يې پر امريکايي مشاورينو بريد وکړي، هدف ته درسیدو مخکې د دغه ځواکونو په ډزو کې ووژل شو.
دغه پیښه نن ترغرمې مخکې د ۲۰۵ اتل قول اردو د قومندانۍ په کارنیزون کې رامنځ ته شوی.
چارواکی وایی، چې د ملي اردو یو سرتیری چې د تخار ولایت اوسیدونکی دی، د نامعلوم دلیل پر اساس یې هڅه وکړه چې پر امریکایي مشاورینو برید وکړي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحمید وردګ ازادي راډیو ته وویل، چې برید کوونکی هدف ته د رسېدو مخکې د دغه ځواکونو له خوا ووژل شو.
د وردګ په خبره تر اوسه د پېښې علت معلوم نه دی او په دې اړه تحقیقات کوي.
″دا سر تیری نن نوکري و، چې دا پېښه وشوه، دی د تخار و او د پیښې د انګیزې په اړه موږ تحقیقات کوو.″
دا په داسې حال کې ده، چې له مخکې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې زیات شمېر بهرني سرتیري وژل شوي د دغه ډول پیښو مسوولت تر ډیره د دولت وسله وال مخالفین په غاړه اخلي او برید کوونکی خپل ملګری بولي.
راپور: محمدصادق رښتینی