په کوټه کې د هزاره توکمو مسلمانانو د وروستيو هدفي وژنو په خلاف پرون په کوټه ښار کې بشپړ کاربنديز وو او د ښار پر لويو لاريو د هر ډول موټرو پر تګ راتګ هم بنديز لګېدلى وو.
په دې ښار کې د هزاره ډيموکراټيک ګوند له خوا يوه ستره احتجاجي مظاهره شوې چي د حکومت په خلاف يې شعارونه ورکړي، دوى له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غوښتي چي د دوى ژوند دي و ژغوري.
د جمعې په ورځ په کوټه کې د اتو تنو هزاره توکمه شعيه مذهبو د وژنو په خلاف د يکشنبې په ورځ د شعيه مسلمانانو د بېلابېلو اتحاديو له خوا بشپړ کاربنديز او د موټرو پر تګ راتګ بنديز اعلان شوى وو.
د کاربنديز پر مهال د هزاره ډيموکراټيک ګوند له خوا په ښار کې يوه ستره احتجاجي مظاهره هم وشوه، چي د حکومت او امنيتي ادارو په خلاف يې شعارونه ورکول.
دغه احتجاجي مظاهره د سختو امنيتي تدابيرو په بدرګه تر سره شوه چي سلګونو هزاره ځوانانو او مېرمنو پکې برخه اخيستې وه.
دوى وويل چي له اوږدې مودې راهيسې يې په بلوچستان کې بېګناه خلک د ناڅرګندو وسلوالو له خوا وژل کېږي خو حکومت يې لا هم د قاتلينو په نيولو او په جزا رسولو کې ناکامه دى. په مظاهره کې شريک يو هزاره ځوان وايي:
″د خپلو وينو د وروستي څاڅکي تر څڅېدو پورې دلته احتجاج ته را وتلي يو، زموږ ګناه څه ده، نه موږ ورانکاري يو او نه دا کار کولاى شو، موږ سوله خوښوونکي خلک يو، موږ د دې احتجاجي مظاهرې په توسط د بشري حقونو له ټولو سازمانونو غواړو چي د هزاره قوم په خلاف د دې قاتل حکومت په خلاف دي ږغ پورته کړي، دوى خو قسم کړى دى چي موږ به وژني.″
د هزاره قوم بېلابېلو اتحاديو په کوټه ښار کې د هزاره ګانو وژنې په کلکه غندلې دي او له ايالتي حکومت يې د استعفى او پر ځاى يې د والي يا ګورنر د واک د نافذېدو غوښتنه کړې ده.
دوى خبردارى ورکړى چي که په راتلونکي کې هم دا ډول ناوړه پېښې وسي، بيا که هر څه وسول مسووليت به يې د حکومت پر غاړه وي. د کوټې ښار يو اوسېدونکى مدافع وکيل وايي:
″اې ظالمانو نور خو دا ظلمونه پرېږدئ، د ښار خلک مو هم ستړي شول، دا بدامني پخپله موږ پيدا کړې ده، بېګناه خلک وژل کېږي، آيا قرآن، خداى او د اسلام پيغمبر د دې وژنو اجازه ورکوي، زه له هغو خلکو چي د مسلمانۍ دعوې کوه، پوښتنه کوم چي آيا خپل دين د دا ډول وژنو اجازه ورکوي؟″
دې ته په پام سره د بلوچستان اعلى وزير نواب اسلم رييساني بېګا شپه په خپل دفتر کې يوه غونډه را بللې وه چي د بلوچستان د ملېشه ځواکونو او پوليسو مشرانو او نورو لوړپوړيو چارواکيو هم پکې برخه اخيستې وه.
د بلوچستان اعلى وزير د ورانکارو ډلو په خلاف به په کوټه کې د هدفي عمليات امر هم صادر کړ، په غونډه کې د کوټې، مستونګ، نوشکي او چاغي سيمو چارواکيو ته امر شوى چي د فرقه ييزې ترهګرۍ د مخنيوي لپاره ايران ته د تلونکيو هزاره زيارت کوونکيو ټينګ امنيت وساتي.
اعلى وزير په هدفي وژنو کې د وژل شويو کسانو د کورنيو لپاره د څلور لکه کلدارو او د ټپي کسانو لپاره د يو لک کلدارو مرستې اعلان وکړ.
که څه هم د هزاره قوم خلک ادعا کوي چي د دوى د خلکو هدفي وژنې فرقه ييز تاوتريخوالي ته لمن وهل دي، خو د بلوچستان د داخله چارو سيکرتر نصيب الله بازي د امنيت په اړه په جوړه شوې غونډه کې ويلي چي دا د فرقه ييزو اختلافاتو پېښې نه دي، بلکې د دې تر شا بهرني لاسونه دي.
بازى وايي چي د ښار له بېلابېلو هوټلونو او رستورانونو يې ٩٠ تنه مشکوک کسان هم له يوه اندازه وسلو سره نيولي دي. د هدفي وژنو د مخنيوي په خاطر په ښار کې پر موټرسايکل د دوو کسانو پر ګرځېدو د بنديز موده هم دوه مياشتې نوره و غزول شوه.
د يادونې وړ ده چي په کوټه ښار کې د هزاره توکمو مسلمانانو د وژنو لړۍ په ٢٠٠٥م کال کې پيل شوې چي د هزاره قوم د يوې اتحاديې د اندازې له مخې تر اوسه پورې يې ٦٦٠ تنه وژل شوي او تر دې زيات ټپيان شوي دي چي له امله يې د هزاره قوم ګڼ شمېر خلک له دې ښاره مهاجرت ته اړ شوي دي او اکثره يې په قاچاکي توګه اسټراليا او نورو اروپايي هېوادونو ته پناه وړي.
راپور: بارکوال مياخېل - کوټه