د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

کټرین اشټن د اسټانبول غونډه موثره وبلله


د اورپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشره کټرین اشټن
د اورپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشره کټرین اشټن
د ایران د اټمي پروګرام په اړه دا شکونه چې د اټمي وسلو د جوړولو تابیا کوي او دا چې تهران د اټمي پروګرام په اړه د نورو معلوماتو د وړاندې کولو او د ملګرو ملتونو له پلټونکو سره د همکاري په برخه کې پاتې راغلی؛ ټول د دې سبب شو، چې ملګري ملتونه او یو شمېر هیوادونه پر ایران بندیزونه ولګوي.

د تهران د اټمي پروګرام پر سر د لانجې له امله په تدریج سره له یو شمېر هیوادنو له هغې ډلې له اسراییل او امریکا سره چې لا دمخه یې هم له تهران سره اړیکې ترینګلې وې، د ځینو چارواکو تر منځ د ایران له خوا د پښیدونکي خطر د مخنیوي لپاره د ایران پر اټمي تاسیساتو د مخنیونکو حملو خبرې راپورته شوې.

خو د شنبي په ورځ په اسټابول کې د اورپایې اتحادیې د بهرنۍ پالیسي د مشرې کټرین اشټن له خوا دې خبرې، چې د اسټانبول غونډه یې رغنده او مثبته وبلله په دې اړه له احتیاطه ډک ښه نظر یا محتاطه خوشبینې څرګنده کړه.

اشټن د خبرو اترو د دوهم پړاو په اړه اعلان وکړ، خو ویې ویل، چې د راتلونکی خبرو نتیجې به د دې ستونزې د حل او د اړیکو د ښه کیدو په لاره کې ټینګ ګامونه وي.

″موږ په دې تمه یو، چې منظمې غوندې به دې ته لاره هواره کړي، چې د مذاکراتو له لارې د یوه هر اړخیز حل لپاره رغنده ګامونو پورته شي، دغه خبرې به د ایران د اټمي پروګرام د سوله ییز حل په اړه نړیوال اعتماد بیا رامنځ ته کړی.

له دې امله به موږ ډیر ژر بیا د می په درویشتمه په بغداد کې سره وګورو البته تر دې دمخه به د استازو مقدماتي غونډه وشي.″

سپینې ماڼې په اسټانبول کې د خبرو پر مهال د ایران د دې مثبت موقف هرکلی کړی خو د متحد ایالاتو د ملي امینت د مشاور مرستیال، بن روډیس، د اشټن د خبرو په شان دا ویلي چې متحد ایالات غواړي په دې برخه کې د ایران له خوا رغنده اقدمات وویني.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، ویلیم هیګ هم په همدې حد کې له احتیاطه ډګې خبرې کړې او ویلي دي چې د اسټانبول خبرې لومړې ګام و لا هم ډیره لاره پاتې ده.

د ایران لوی استازي سعید جلیلي بیا په خپلو خبرو کې د رغنده دوه اړخیزوخبرو اترو پر اړتیا وغږیده او ویې ویل راتلونکو خبرو کې باید د اعتماد د رامنځ کولو په برخه کې پر اقدماتو خبرې وشي.

جلیلي په دې خبرې ټینګار وګړ، چې دا د دې معنی نه لري چې یواځې ایران به د نورو هیوادنو د اطمینان لپاره حرکت کوي.

″دا مسله حتما ډیره له اهمیته ډکه ده چې دا همکاری چې مونږ یې سره لرو باید متقابل ګامونه ورسره وی. یعنی دا چې د دې خبرو په ترڅ کې باید د ایران د ملت اعتماد جلب شي.

موږ په دې ټنیګار کوو، چې د همکاري په لړ کې یوه مهمه موضوع چې باید د پاملرنې وړ وي او دا د ایران د ملت غوښته هم ده د بندیزونو له منځه وړل دي.″

د جلیلی دې خبرو دا څرګنده کړه دا هیواد دا قصد نه لري چې د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي، تهران یې وایي دا یې اړتیا ده او یواځې یې د برښنا د تولید او په روغتیایي چارو کې کاروي.

د استانبول خبرې د تهران او پینځه جمع یو هیوادنو یعنې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو او جرمني تر منځ وروسته له یوه کاله لومړنۍ خبرې وې.

د اسټانبول غونډه څو اونۍ دمخه تر دې وشوه چې د اورپایې اتحادیې غړو هیوادونو په ګډه له ایران څخه د تیلو د واردولو او پطرولو د تولید په اړه د بندیزونو په اړه خبرې اترې کولی.
XS
SM
MD
LG