د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۴

صلاح الدین رباني دې د سولې د بهیر د پیاوړې کولو هڅه وکړي


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې د بحث زیاته برخه د سولې د عالي شورا لپاره د نوي مشر ټاکلو او په کابل کې د حزب اسلامي له پلاوي سره روانو خبرو ته ځانګړې شوې.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د صلاح الدین رباني د ټاکلو په اړه پورته شویو ځینو انتقادونو ته په اشارې لیکلي، چې د ولسمشر د دې اقدام ترشا ځینې سیاسي مجبوریتونه وو.

ورځپاڼې که څه هم په څرګند ډول دغو مجبوریتونو ته کومه اشاره نه ده کړې، خو لیکلي، چې په حکومت کې دننه هم باید د سولې د راتلو لپاره یوه فضا رامنځ ته شي او داسې ونشي، چې د طالبانو په راتلو سره یوه بله ډله مروره شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې اوس خو دې د سولې د عالي شورا د مشر په توګه ټاکل شوې، نو په کارده، چې ښاغلی رباني له طالبانو سره خپل مخالفت یوې خوا ته کیږدي او د خپل ګوند نظریات هیر کړي.

ورځپاڼې ښاغلي رباني ته دا سپارښتنه هم کړې، چې باید نوښت په لاس کې واخلي او په یوې ملي مفکورې سره د سولې د بهیر د پیاوړې کولو هڅه وکړي.

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا د ولسمشر کرزي په دې اقدام لږ څه تند غبرګون څرګند کړې او لیکلي، چې د سولې د عالي شورا نوي مشر ته تر اړتیا او وړتیا ډیر د ولسمشر کرزي د سازیشي سیاست او میراثي معمول په سترګه کتل کیږي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ولسمشر د داخلي مخالفتونو د کمولو او د شمال ټلوالې او نظار شورا د بې دریځه کولو لپاره یی د جمعت اسلامي د پخواني مشر زوې صلاح الدین رباني د سولې د عالي شورا د مشر په توګه ټاکلې.

ورځپاڼې لیکلي، چې د صلاح الدین رباني له ټاکل کیدو وروسته د سولې لپاره د ولسمشر کرزي د دریځ په اړه زیاتې پوښتنې پورته شوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې په اوسنیو ترینګلو شرایطو او د سیاسي وضعیت پیچلتیا کې د سولې بهیر ماهر، مجرب، سپین روبي او له قومي نزاکتونو باخبره مشر ته اړتیا وه.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې لیکلي، چې ښاغلې رباني به د سولې له بهیر سره کومه مرسته ونشي کړای او نه به هم ددې لامل شي، چې سوله ټینګه شي.

خو هیواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله د صلاح الدین رباني څرګندونې راخستي، چې ویلي، سوله په هیواد کې د امن او ثبات د ټینګښت یوازنۍ لار ده او دا بهیر هله بریالې کیدای شي، چې مشري یی د افغانانو په لاس کې وي.

ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلي رباني دا هم وویل، چې په سیمه کې د جګړې او نا امنیو دوام د بهرنیو ځواکونو د حضور یو اساسي دلیل دې او د سولې لپاره هڅې په حقیقت کې په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د اړتیا د کمولو یوه هڅه ده.

خو ورځپاڼې د ځینو پخوانیو جهادي مشرانو په حواله، چې اوس مهال د سولې د شورا عړي دي لیکلي، چې صلاح الدین رباني هله بریالې کیدای شي، چې ددې شورا د غړو همکاري جلب کړي.

د کابل ورځپاڼو پاتې مطالب تر ډیره په کابل کې د حزب اسلامي له پلاوي سره روانو خبرو ته ځآنګړې شوي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې ددغه پلاوي د مشر په حواله لیکلي، چې هیله من دې، چې دا ځلې یی خبرې مثبتې پایلې ولري او د افغانانو لپاره ګټورې تمامې شي.

خو ورځپاڼې لیکلي، چې تراوسه څرګنده نده، چې دغه پلاوې څه غوښتنې لري او ایا هغه یی له افغان حکومت سره مطرح کړي او که څنګه.

ملي باور هم لیکلي، چې له حزب اسلامي سره روانې خبرې لا هم په لومړي پړاو کې دي او تراوسه نده څرګنده، چې دوی له افغان دولت څخه څه ډول غوښتنې لري.
XS
SM
MD
LG