د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۱۹

شپږو قدرتونو له ايران سره خپلې خبرې ګټورې وګڼلې


د ترکيې غونډه
اروپایي اتحادیه وایي چې له ایران سره د دې هېواد د اټومي پروګرام په اړه د شپږو قدرتونو خبرې د شنبې په ورځ په استانبول کې په یوې ښې فضا کې پیل شوې.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي د ادارې ویاند مایکل مان په استانبول کې خبریالانو ته وویل، هیله ده چې په دې خبرو کې د پام وړپرمختګ وشي، تر اوسه کوم اختلاف نه دی راپورته شوی:

“د خبرو فضا ښه او دوستانه وه او تردرېیو ساعتونو پورې یې دوام وکړ چې چا یې انتظارنه کاوه. هدف دا و چې د کار کولو یوه ښه اړیکه رامنځته کړو چې دا هدف ترلاسه شو. اوس دې ته منتظریو چې دغه خبرې څه نتیجه ورکوي”

دا له پنځلسو میاشتو راهیسې لومړی ځل دی چې ایران او د نړۍ شپږ قدرتونه د تهران د اټومي لانجې په اړه خبرې کوي او تمه ده چې په کې د دغې اوږدمهالې لانجې لپاره د حل یوه لاره پیدا شي.

له ایران سره په دغو خبرو کې د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي بریتانیا، روسیه، فرانسه، چین او متحده ایالات او جرمني برخه لري.

متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې پر ایران تراوسه څو ځلی بندیزونه لګولي او اروپایي اتحادیه د بندیزونو په ترڅ کې په پام کې لري چې د ایران د تیلو پر وارداتو د روان کال په دوبي کې نوربندیزونه هم ولګوي، ځکه تهران په دې کې پاتې راغلی چې د خپل اټومی پروګرام په اړه د ملګروملتونو غوښتنو ته ځواب ووایي.

ایران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې سوله ییزدی خولویدیځ چارواکو له دغو خبرو مخکې ویلي وو، چې ایران باید په ښه نیت په دې خبرو کې برخه واخلي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګویدو ویسترویلي وویل، د تاکتیکي لوبې وخت نور پای ته رسیدلی خو دی اټکل کوي چې خبرې به ساده هم نه وي.
XS
SM
MD
LG