د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

ولې ولسمشر کرزي د ټاکنو د رامخکې کولو هوډ کړی؟


د لویدیځ ګڼو ورځپاڼو د ولسمشر حامد کرزي پر هغو څرګندونو تبصرې خپرې کړي دي چې غواړي د ولسمشرۍ انتخابات تر ټاکلې مودې رادمخه کړي.

د ایرش ټایمزورځپاڼې په خپلې تازه ګڼې کې لیکلي ولسمشر کرزي په دې دلیل د انتخاباتو د رامخکې کېدو خبر کړي چې د انتخاباتو او امنیت سپارنې دوه مهم کارونه په یو وخت ترسره نه شي، ځکه دا کار به د افغانستان پر حکومت فشار زیات کړي.

د اساسي قانون له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات باید په ۲۰۱۴ کال کې ترسره شي او په همدې کال کې باید له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو د امنیتي مسولیتونو د سپارلو بهیر هم باید بشپړ شي.

د ایرش ټایمز ورځپانه د ولسمشر کرزي خبره راخلي او وايي، غوره دا ده چې د ولسمشرۍ انتخابات په ۲۰۱۳ م کال کې ترسره شي او په ۲۰۱۴ م کال کې یوازې د امنیتي مسولیتونو انتقال بشپړ شي.


د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې بیا ویلي چې د ولسمشر کرزي دې څرګندونو دننه په افغانستان کې ځینې سیاسي کړۍ اندېښمنې کړي دي.

د ورځپاڼې په وینا سره له دې چې ولسمشر کرزی په ټینګار وايي چې په واک کې د پاتې کیدو کوم نیت نه لري خو د نوموړي سیاسي مخالفین په دې باور دي چې ولسمشر کرزي د تهدیدونو په ښودلو او د تاوتریخوالې په اوږدولو غواړي د خپلې واکمنۍ موده وغزوي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د یو لویدیځ ډیپلوماټ له خولې وايي، د ولسمشر انتخابات به په افغانستان کې کوم ستر بدلون را نه ولي، ځکه هغه سیستم چې همدا اوس شته دوام کوي. ددې لویدیځ ډیپلومات په وینا کې انتخابات یو کال رادمخه هم شي او که بل څوک واک ته هم ورسیږي همدا کړنلاره به تعقیبوي چې اوسني حکومت جوړه کړې ده.

د ګارډین ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه د یو پخواني افغان چارواکي له خولې ویلي که چیرې د اوسني ولسمشر د واک دوره ختمه هم شي ولسمشر به له سیاسي صحني ډیر لرې نه شي.

ورځپاڼه د کابل په امریکايي پوهنتون کې د سیاسي علومو د پوهنځي د استاد داود مرادیان له خولې وايي، ددې په نظر ولسمشر کرزی چمتو نه دی چې واک خوشې کړي، نو په همدې خاطر غواړي یو داسې نوښت وکړي چې افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي.

دنوموړي په وینا د ولسمشر کرزي شا او خوا ځینې کړۍ غواړي چې ولسمشر کرزی د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین پر پل پل کېږدي چې له دوو درو ولسمشر وروسته د روسیې صدراعظم او د سږکال په انتخاباتو کې د دریم ځل لپاره د روسیې ولسمشر منتخب شو.


د واشینګټن پوسټ ورځپاڼه بیا وايي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د ماتې کومه نښه نه ترسترګو کېږي افغان امنیتي ځواکونو ته به تر ۲۰۱۴ م کال پورې د امنیتي مسولیتونو سپارنه اسانه کار نه وي او په دې هیواد کې به د عادلانه انتخاباتو ترسره کیدل هم ستونزمن دي.
XS
SM
MD
LG