د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د پاکستان د پارلمان د لارښوونو په اړه د امریکا څرګندونې


د امریکا او پاکستان اړیکې د تېر نومبر میاشتې راهیسې یعنې هغه مهال چې امریکایي ځواکونو د افغانستان پولې ته نږدې په یوه هوایي برید کې ۲۴ پاکستاني عسکر ووژل، خړپړ شوي وو او اسلام آباد په افغانستان کې د دېره ځواکونو پر مخ ټرانزیټې لار هم وتړله.

د امریکا متحده ایالات وایي، د پاکستان د پارلمان د وکیلانو د نویو لارښوونو په اړه چې له واشنګټن سره د اړیکو لپاره یې تصویب کړی، “د متوسط یا منځني حد” د میندنې په لټه کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ″مارک ټونر″ وایي، واشنګټن له پاکستان سره د دغو لارښوونو معاملې ته چمتو دی، غواړي د هغوی اندیښنو ته ځواب ووایي او یو اوسط حالت ورته پیدا کړی.

“مونږ چمتو یو د پاکستان د پارلمان د دغې کتنې او راپورته شویو مسالو په اړه د پاکستان حکومت ته لاس ورکړو. موږ غواړو له پاکستان سره ډېر رغوونکې اړیکې ولرو، داسې اړیکې چې په متقابل تفاهم ولاړ وي.”

د پاکستان پارلمان له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو لپاره په خپلو وړاندیزونو کې ویلي وو، د پاکستان په قبایلي سیمو کې باید د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند شي، د ناتو لپاره د پاکستان په ټرانزیټي لار به په افغانستان کې دېره ځواکونو ته وسلې نه وړل کیږي او امریکا باید د پاکستاني عسکرو په وژلو بخښنه وغواړي.

د دغو وړاندیزونو له تصویب وروسته ځینو پاکستاني سیاست والو وویل، چې پاکستان باید په خپله د وسله والو د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره جدي عمل وکړي او د ناټو لپاره د ټرانزیټي لار د پرانستلو یا نه پرانستلو پریکړه دې په خپله حکومت وکړي.

د پاکستان د جماعت اسلامي مذهبي ډلې یو مشر پروفیسر محمد ابراهیم مشال راډیوته وویل، د اسمبلې په دې وړاندیزونو اعتراض لري او په هر ډول چې وي د ناټو ټرانریټي لار به بنده وساتي.

د پاکستان ځیني حکومتي چارواکي وایي، د مذهبي ډلې د دغه مشر خبرې احساساتي او د شهرت زیاتولو لپاره دي او د پارلمان په پریکړې کې د پاکستان د ټولو مذهبې ګوندونو مشرانو او استازو ګډون کړی و.

د امریکا د متحده ایالاتود بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر د جمعې په ورځ د مسالې په اړه وویل، واشنګټن د پاکستان د پارلمان د وړاندیزونو یا نوې کړنلارې په اړه د یوه اوسط یا منځنې حد د موندلو په لټه کې دی. ده وویل:

“زه فکر کوم موږ د پاکستان د اندیښنو ځواب ویلو ته لیواله یو، غواړو پر مخ ولاړ شو او یو منځې حد پيدا کړو.”
XS
SM
MD
LG