د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

کوفي انان د سوريې په اړه له تهرانه مرسته وغوښته


د سوريې لپاره د ملګرو ملتو او عربي ټولنې استازي په تهران کې له ايراني چارواکو سره د سوريې په اړه نن چهارشنبې د اپريل په يولسمه خبرې وکړې.

ايران په سيمه کې د بشار الاسد د رژيم کلک ملاتړي دي. کوفي انان غواړي چې د ايران ملاتړ ترلاسه کړي، څو د سولې پلان په سوريې کې تطبيق شي.

د کوفي انان له پلان سره سم پکار ده چې سر له سبا په سوريې کې اوربند پيل شي.

د ملګرو ملتو او عربي ټولنې ځانګړي استازي وايي، چې ايران دې په سوريې کې د شخړو په مخنوي کې مرسته وکړي.

کوفي انان په داسې وخت کې له ايرانه دا غوښتنه کړې ده چې يوه ورځ مخکې تر دې چې په سوريې کې د نړيوالو له غوښتنې سره سم اوربند وشي، تازه شخړې شوې دي.

کوفي انان نن د ايران د بهرنيو چارو له وزير سره په خبرې غونډې کې په تهران کې وويل، ايران له سوريې سره د خپلو ښو اړيکو له امله کولي شي چې د ستونزې په هوارې کې خپله برخه ولري.

انان زياته کړه چې د سوريې جغرافيايي موقعت داسې دي چې هره تيروتنه ښايي له تصوره بهر ناوړه نتيجې ولري.

په عربي هيوادو کې د وروستيو پاڅونونو په ترڅ کې د سوريې شخړې ډيرې پراخې دي، ځکه چې دغه هيواد غښتلي ځواک لري او د لبنان حزب اله او ګاونډي ايران يې هم ترڅنګ ولاړ دي.

ايران په سوريې کې له هرراز بهرنۍ مداخلې سره مخالفت کوي او له کوفي انان سره په خبرې غونډې کې د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي ټينګار وکړ چې په سوريې کې هر راز بدلون بايد د بشار الاسد په مشرتابه راشي.

کوفي انان بيا د سوريې د شخړو د هواري په برخه کې د سيمو له هيوادو مرسته وغوښته:

"د را پيدا شوي سياسي بهير مشري بايد سوريايان وکړي او د سوريې د خلکو غوښتنو ته پکې درناوي وشي، خو څه چې مهم دي هغه د سيمې حکومتونه دي، چې له سوريايانو سره په ګډه کار وکړي څو دغه روان کړکيچونه حل کړي."

د کوفي انان د سولې له پلان سره سم پکار وه چې پرون له ټاکلي ضرب الاجل سره سم سوريايي ځواکونه له ښارونو په شا شي، خو د دمشق چارواکو دا غوښتنه پرځاي نه کړه او پر خپلو مخالفانو يې تازه بريدونه وکړل.

سوريايي ځواکونو د حما او حمص پر ښارونو د درنو وسلو ډزې وکړې. له دې سره ترکې له ملګرو ملتو وغوښتل د سوريې په اړه نوي پريکړه ليک تصويب کړي، څو د دې هيواد خلک له روانو شخړو خوندي شي.

د ترکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند جرمني اژانس ته وويل چې د سوريې حکومت د اپريل په لسمه ونه توانيده چې د ملګرو ملتو دا غوښتنه پر ځاي کړي چې له ښارونو خپل ځواکونه په شا کړي او د درنو وسلو بريدونه بس کړي، نو د پريکړه ليک تصويبيدو ته اړتيا شته، خو کوفي انان د دې سربيره ټينګار وکړ چې لاهم وخت شته څو د پنجشنبې په ورځ سهار شپږ بجې اوربند وشي.

کوفي انان وويل، موږ د سوريې له حکومت او ياغيانو سره په ارتباط کې يوو او له دواړو لوريو مې مثبت ځوابونه ترلاسه کړې دي، نو فکر کوم چې د سهار شپږ بجې د اپريل دولسمه د پنجشنبې په ورځ به حالات ډير ښه وي.
XS
SM
MD
LG