د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

افغان چارواکي له امریکايي چارواکو سره د شکیاګو د غونډې په اړه خبرې کوي


د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران امریکا ته تللي، چې د دې هیواد له چارواکو سره د ناټو سازمان د شیکاکو د غونډې د اجنډا په اړه بحث وکړي. راتلونکې میلادي میاشت به د امریکا په شیکاګو ښار کې د ناټو غړي هیوادونه په خپل کنفرانس کې د افغان امنیتي ځواکونو په کمیت او د هغوی په تمویل خبر وشي.

په داسې حال کې چې په راتلونکې میلادي میاشت کې په شیکاکو کې ناټو سازمان کنفرانس ته تیاری روانې دي د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران د همدې کنفرانس په اړه د بحث لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته تللي دي.

د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې جنرال عبدالرحیم وردګ او بسم الله محمدي د یکشنبې په ورځ امریکا ته رسیدلي او د دې هیوا له چارواکو سره یې بحثونه پیل کړي.

نوموړي وویل، چې دوی به د افغان ځواکونو د کمیت او د هغوی د تمویل په مسایلو چې د شیکاکو د کنفرانس مهم مسایل دي له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي:

″دوی پرون نه ابله ورځ د امریکا متحده ایالاتو ته خپل سفر پیل کړی، نن یې مذاکرات درلودل. د بحث محور د شیکاګو کنفرانس دی. په دې کنفرانس کې د ملي اردو په کمیت، له افغان ځواکونو څخه د اوږدمهالي ملاتړ په څرنګوالی او د دوی د روزنې او تجهیز په څرنګوالي بحث کیږي، دا د شیکاګو د کنفرانس په اجنډا کې شامل مسایل دي.″

ښاغلي عظیمي وویل، چې افغانستان تراوسه له نړیوالې ټولنې سره د افغان ځواکونو د کمیت په اړه موافقې ته نه دی رسیدلی.

نوموړي وویل چې د افغان ځواکونو د تمویل په برخه کې هم افغان دولت تر هغې ډیره توقع لري چې نړیواله ټولنه یې په پام کې لری.

نوموړي وویل چې د امریکا وروستۍ طرحه دا ده چې هر کال له افغان ځواکونو سره څلور ملیارډه او سل ملیونه ډالره مرسته وشي، چې درې ملیارډه به یې امریکا ورکوي او پاتې به یې اروپايي ټولنه.

بلخوا یو شمیر افغان کتوونکي وايي چې د شیکاکو کنفرانس ته باید افغان دولت په درنو وسلو د خپلو ځواکونو د تجهیز خبره هم مطرح کړي.

د پوځي چارو یو تن کارپوه جنرال امرالله امان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

″تراوسه زموږ فضايي جغرافیه زموږ په لاسه کې نه ده، موږ هوايي قوتونه نه لرو، زموږ پنځه زره اوه سوه دوه شپېته کیلو متره سرحد له پنځو هېوادونو سره نښتی دی او هغه اټمي مملکتونه دي.

موږ زغره والې قواوې نه لرو، هوايي قوا مو بیخي فلج ده. نو د افغانستان حکومت ته په اول سر کې لازم دی، چې د اردو لپاره خپل تجهیزات تکمیل کړي.″

د امریکا په شیکاګو ښار ناټو سازمان په داسې حال کې د افغانستان په اړه غونډه کوي چې امریکايي چارواکو ویلي راتلونکې میلادي کال به د ټول افغانستان امنیت کورنیو ځواکونو ته ور ورسپاري.

په عین حال کې د افغانستان حکومت ته د زندانونو د سپارلو او د شپې د عملیاتو د افغاني کیدو په اړه له امریکا سره موافقې لاسلیک شوي چې له دغه کنفرانس نه مخکې دافغانستان او امریکا ترمنخ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند لاسلیک کیدو ته یې لاره هواره کړې ده.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG