د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

ايران د خپل اټومي پروګرام په برخه کې خپل دريځ نرم کړ


د ايران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر هيله څرګنده کړه، چې د ايران د اټومي پروګرام په اړه په نړيواله کچه په خبرو کې به تهران په خپل دريځ کې نرموالى وښيي او ايران ښايي د هغو غني شويو يورانيمو توليد بند کړي، چې لوېديځ يې په اړه اندېښنه لري.

د ايران د اټومي انرژۍ د سازمان مشر فريدون عباسي له يوه ايراني ټلويزيون سره په خپله وروستۍ مرکه کې وويل، ايران د خپلو طبي اړتياوو لپاره يوازې ٢٠ فيصده غني شوي يورانيم غواړي.

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې ليکلي، امريکا او اروپايي متحدان يې اندېښنه لري چې ښايي ايران خپل ٢٠ فيصده غني شوي يورانيم تصفيه کړي، څو په راتلونکو څو مياشتو کې د يوه اټومي بم لپاره د سون مواد توليد کړي.

په پام کې ده د ايران د اټومي پروګرام په اړه د ترکيې په استانبول کې دغه خبرې اترې د جمعې په ورځ پيل شي، چې ايران، او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پنځه دايمي غړي، لکه امريکا، بريتانيا، فرانسه، چين او روسيه، جمع جرمني به په کې برخه لري.

دغه خبرې اترې به د واشنګټن او د هغه د متحدانو پر هغې غوښتنې متمرکزې وي، چې غواړي ايران د ٢٠ فيصده غني شويو يورانيمو توليد بند کړي، خپله موجوده ذخيره دباندې ولېږي او د اټومي وسلو د نه پراختيا د تړون پر اساس، د خپل اټومي پروګرام په اړه، چې يوه برخه يې په پټه پرمخ بېول کېږي، د حساب ورکولو بشپړه اسانتيا برابره کړي.

په داسې حال کې چې په لوړه کچه د ايران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو وخت رانژدې کېږي، ايراني چارواکو لږې داسې اشارې ورکړي، چې ښايي د خپل پروګرام په اړه کوم جوړجاړى وکړي. دوى وايي دغه پروګرام يې سوله ييز هدف لري.

خو ځينې غير دولتي شنونکي وايي، ښايي د ايران د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر فريدون عباس تبصرې داسې يوه اشاره وي، چې دغه جوړجاړي ته لار خلاصه کړي.

د ايران په اړه د امريکا د ولسمشر بارک اوباما د ادارې سلاکار رې تاکيه وويل، داسې ښکاري چې په دې برخه کې ايرانيان دلته کوم هدف پرمخ بيايي.

ده وويل، عباسي يو جدي سړى دى او د ده تبصرې هم په اغلب ګومان تر خپرېدو مخکې څېړل شوي او بيا د ايراني چارواکو له دې جملې د ايران د ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي له خوا تصويب شوې دي.
XS
SM
MD
LG