د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

ناټو: د تېر کال په پرتله د طالبانو بريدونه کم شوي


په کابل کې د ناټو وياند بريد جنرال کارتسن يکوبسن
په کابل کې د ناټو وياند بريد جنرال کارتسن يکوبسن
د ناټو چارواکي وايي د وسلوالو طالبانو له خوا د تېر کال غوندې د پسرلنيو عملياتو نښې نه ويني او طالبانو يوازې پر وړو پوستو او اهدافو خپل بريدونه متمرکز کړي دي.

د ناټو يوه وياند وويل چې د تېرکال د پسرلي غوندې د افغان سخت دريځو له خوا د افغان او بهرنيو ځواکونو په وړاندې د بريدونو د تکرارېدو پلان نه ښکاري او دغو سخت دريځو وسلوالو يوازې پر وړو قطعو او پوځي اډو خپل بريدونه متمرکز کړي دي.

په کابل کې د ناټو وياند بريد جنرال کارتسن يکوبسن وويل په داسې حال کې چې له معمول سره سم د دوبي پر مهال د بريدونو زياتېدو ته څو اوونۍ پاتې دي، د موجوده استخباراتي معلوماتو پر اساس داسې څه نه ښکاري چې د طالبانو د تنظيم شويو بريدونو څرګندويي کوي.

يکوبسن له رويټرز اژانس خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې تر اوسه د سخت دريځو وسلوالو له خوا داسې کوم اعلان نه دى شوى، خو موږ دېته ګورو چې دوى دا مهال څه کوي. سږ کال به په خلاصو سترګو مخته روان يو.

د ناټو وياند زياته کړه، طالبانو يوازې پر منفردو پوستو، وړو ډلو او د سرتېرو پر مرکزونو خپل بريدونه متمرکز کړي دي.

تېر کال وسلوالو طالبانو د ”بدر” په نامه پوځي عمليات پيل کړل، دوى ويلي وو چې د ناټو پر پوځي اډو، کاروانونو، افغان او بهرنيو چارواکو او بهرنيو کمپنيو به بريدونه کوي.

د تېر ميلادي کال په سپټمبر مياشت کې په کابل کې د امريکا پر سفارت تر بريد وروسته وسلوالو څو مياشتې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر مهمو پوځي اډو بريدونه وکړل.

يکوبسن وويل، د تېر کال بريدونه چې په هغو کې د سولې عالي شورا د مشر وژنه هم شامله ده، ونه توانېدل افراطيت ته نوې ساه ورکړي.

اژانس ليکي، ښايي د ٢٠١٤م کال تر پاى پورې له افغانستانه د ناټو د اکثريت جنګي ځواکونو د وتلو د پلان له کبله به طالبان يو څه زړور شوي وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نن په هرات او هلمند کې ځان وژونکو بريد ګڼ کسان ووژل.

په کابل کې د ناټو وياند بريد جنرال کارټسن يکوبسن رويټرز اژانس ته وويل:

”موږ دېته انتظار کوو چې دوى د بيا تنظيمېدو او سر پورته کولو د هڅې په لړ کې دوى په خپلو مورچو کې څنګه ځانونه عياروي. موږ ډېر هيله من يو، سره له دې چې دا مو وروستى کال دى خو بيا به هم وکولاى شو هغه هڅې شنډې کړو چې دوى يې زموږ په وړاندې کوي“

اژانس ليکي، تر لسو کلونو زياته موده کېږي چې د امريکا په ملاتړ د طالبانو رژيم نسکور شو، خو طالبان بيا هم يو جدي خطر ګڼل کېږي، نه يوازې د افغانستان په جنوب کې چې د دوى مهمه سيمه ګڼل کېږي، بريدونه کوي، بلکې د افغانستان په مرکزي برخو کې هم، چې يو وخت خوندي ګڼل کېدې، وسلوالې حملې کوي.

په ٢٠١٤م کال کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل کې د ناټو په مشرۍ ځواکونه د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او غښتلتيا هڅه کوي.

يکوبسن وويل چې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو شمېر په زياتېدو دى او دا مهال دا وړتيا لري چې دشپې له لوري د عملياتو مشري وکړي، امريکايي ځواکونه به يوازې د ملاتړو او سلاکارانو رول لري.
XS
SM
MD
LG