د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

افغان ځواکونه د شپې د عملیاتو مشري اخلي


کابل ورځپاڼو په افغانستان کې د شپې د عملیاتو د افغاني کولو لپاره روانې هلې ځلې او د هیواد په ختیځ کې د جګړې د زیاتیدو په اړه شویو اټکلونه څېړلي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې د هیواد د دفاع وزارت په حواله په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې ټاکل شوې د شپې د عملیاتو د افغاني کولو لپاره د افغانستان او امریکا ترمنځ ډیر ژر یو تړون لاسلیک شي.

ورځپاڼه لیکي، چې افغانستان اوس مهال کافي کمانډویي او ځآنګړي ځواکونه لري، څو د دې عملیاتو مشري په غاړه واخلي، خو د تخنیک له پلوه ځینې نیمګړتیاوي لري، چې د هوارولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

دې مسالې ته په پام سره ورځپاڼه لیکي، چې اوس مهال د دې اړتیا ده، چې بهرني ځواکونه د شپې د عملیاتو په مهال له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي، خو ددې تړون له لاس وروسته به بهرني ځواکونه د خلکو کورونو ته د ننوتو اجازه ونلري.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم ددفاع وزارت د ځینو سرچینو په حواله لیکلي، چې افغان ځواکونه کولای شي، چې په یوازې سر د شپې ټول عملیات ترسره کړي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم له امریکا سره تر هوکړې وروسته به بهرني ځواکونه د شپې لخوا عملیات نه کوي، خو یوازې د هوایی ټرانسپورټ او استخباراتي وسایلو په برخه کې به د بهرنیو ځواکونو مرستې ته اړتیا وي.

ورځپاڼه لیکي، چې ددفاع وزارت چارواکو هیله څرګنده کړې، که دا عملیات افغاني شي او بهرني ځواکونه یوازې له تخنیکي پلوه همکاري وکړي، نو نه یوازې دا، چې تیروتنه به پکې نه کیږي بلکه بریالي به هم وي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ددې عملیاتو افغاني کول له امریکا نه د افغان دولت او دودیزې لویی جرګې اساسي غوښتنه وه او که دا غوښتنه ومنلې شي، نو د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په وړاندې اساسي خنډ به هم له منځه ولاړ شي.


خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د ناټو او امریکایی ځواکونو د عمومي قومندان په حواله لیکلي، چې اوس مهال تر ډیره د شپې عملیات د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا په ګډه کیږي.

ورځپاڼه لیکي، چې جان الن په خپلو خبرو کې دا عملیات خورا بریالي بللي او لیکلي، چې دوی پکې ډیر کله هغه څه ترلاسه کوي، چې ناټو یی غواړي.

ورځپاڼې دده دا وینا هم راخستې، چې په راتلونکې کال کې به په افغانستان کې د کیدونکو ټولو عملیاتو مشري د افغان ځواکونو په لاس کې وي.

د افغانستان په ختیځ کې د جګړې د زیاتیدو په اړه اندیښنې بله مهمه مسئله ده، چې د کابل ورځپاڼو پرې بیلابیل نظرونه خپاره کړي.

محور نا دولتي ورځپاڼې په ختیځ کې د وضعې د خرابیدو په اړه د ناټو او امریکایی ځواکونو د قومندان څرګندونې راخستي او لیکلي، چې دا کال به د هیواد په ختیځ کې امنیتي ستونزې زیاتې وي او ناټو به له دې اړخه له ننګونو سره مخ وي.

ورځپاڼې که څه هم د جنرال جان الن څرګندونې مهمې بللي، خو پوښتنه یی دا کړې، چې ایا یوازې خبرې کیږي او عملا ددغه حالت په وړاندې د مقابلې لپاره څه کار هم کیږي.

ملي باور بیا د نورستان وضعه خورا کړکیچنه بللې او لیکلي، که دلته د ځآی پر ځای شویو وسله والو په خلاف اقدام ونیشي، نو ممکن نورستان سقوط وکړي.

سرنوشت هم دغه حالت ته په پام سره غږ کړې، چې نورستان وژغورۍ!

ورځپاڼې لیکلي، چې وسله والو مخالفینو خپله جګړه ایزه تګلاره بدله کړې او دا ځلې یی د جنوب پر ځآی خپل تمرکز جنوب ختیځو او ختیځو ولایتونو ته اړولې دې.

د ورځپاڼې په وینا پدې ترڅ کې تر ټولو زیات ګواښ نورستان ولایت ته متوجه دې، چې پکې زیات شمیر بهرني وسله وال ځآی پر ځآی شوي.

ورځپآڼې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې، چې په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو د پیاوړی کیدو مخنیوې وکړي او هغه د احتمالي سقوط له خطره وژغوري.
XS
SM
MD
LG