د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

د ایران او ترکيې تر منځ اختلافاتو زور اخستی دی


ایران پرون له ترکيې سره خپل وروستي ډیپلوماتیک اختلافات کم اهمیته وګڼل او د داړو هیوادونو تر منځ د سوریې پر سر اختلاف يې طبیعي چاره وبلله.

د جرمني د خبري اژانس په وینا تهران او انقرې تر منځ اختلافات وروسته له هغې زیات شوه، چې د ترکې صدراعظم تیره اونۍ تهران ته لاړ او دغلته يې له ایراني مشرانو د سورېې د شخړې په اړه خبرې وکړې.

ایران د سوريې له ولسشمر بشار الاسد کلک ملاتړ کوي، خو ترکیه بیا له واک څخه د نوموړي په ګوښه کیدو ټینګار کړی او د اپوزسیون پر ضد يې د سوریې د حکومت تګلاره سخته غندلې ده.

د دواړو خواو تر منځ د اختلافاتو له امله تهران د خپل اټمي پروګرام په اړه د نړۍ له قوتونو سره د کیدونکو خبرو لپاره د ترکیې پر ځای د عراق پایتخت پیشنهاد کړی دی.

ترکي رسنیو د صدراعظم رجب طیب اردوغان په حواله ویلي، چې د نه ریښتینوالۍ له امله ایران په نړیواله سطحه خپل حیثیت له لاسه ورکوي.

خو د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمان پرست ویلي، د سیمه يیزو مسالو پر سر د انقرې او تهران تر منځ اختلافات په بشپړه توګه طبیعي دي او دواړه هیوادونه کولی شي؛ چې دا اختلافات د ډیپلوماتیکو تماسونو له لارې حل کړي.

ټاکل شوې چې ایران د خپل اټمي پرورګام په اړه د روانې میاشت په ۱۳ او ۱۴ نیټه د نړۍ له ۶ قوتونو سره د خبرو اترو نوی پړاو پیل کړي.

متحده ایالات او لویدیځ متحدان ایران تورنوي، چې د اټمي وسلو د جوړولو پروګرام پر مخ وړي، خو تهران دا ردوي او ټینګار کوي، چې اټمي پروګرام يې د سوله يیزو اهدافو لپاره دی.
XS
SM
MD
LG