د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

کونړ کې د سولې شورا د سیمه ایز دفتر مشر ووژل شو


په کونړ کې د سولې شورا د سیمه ایز دفتر د مشر مولوي محمد هاشم منیب په ګډون په یوه ځانمرګي برید کې درې تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی.

د کونړ والي سید فضل الله وحیدي ازادۍ راډیو ته وویل، مولوي محمد هاشم منیب چې په سیمه کې یو تکړه عالم او مجاهد و او د تیریو کال څخه يي د سولې د ولایتي دفتر مشري په غاړه درلوده، چې په لاره کې پرې ځانمرګي برید وشو:

"په برید کې مولوي محمد هاشم منیب، یو يي ځوې او بل يي ساتونکی وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی"

کونړ والي زیاته کړه، ټپي شوی تن د اسعداباد روغتون ته را رسول شوی او ډاکټرانو يي روغتیايي حالت ډاډه ښودلی دی.

له دې وړاندې په کونړ کې هم دې ته ورته ځانمرګي بریدونه شوي چې له امله يي د بهرنیو سرتیرو تر څنګ افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د سولې په شورا دا دوهم برید دی، چې په کې د دغې شورا مهم کسان وژل کیږي، تیر کال د همدې شورا عمومي رئیس استاد رباني هم د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې ووژل شو.

مولوي محمد هاشم منیب د کونړ ولایت د وټپور ولسوالۍ اوسیدونکی و، چې د شوروي اتحاد پر خلاف د جهاد پر مهال په سیمه کې د حزب اسلامي قومندان و او کله چې مجاهدینو کونړ او ننګرهار د وخت له حکومت څخه ونیول نو مولوي محمد هاشم منیب د مشرقي شورا غړی و او د ولسمشر کرزي حکومت سره شپږ کاله وړاندې یوځای شو.
XS
SM
MD
LG