د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

د ترکمنستان ولسمشر پر تاپي پروژې له افغان چارواکو سره خبرې وکړې


محمدوف
محمدوف
د ترکمنستان جمهور رييس قربان قلي بیردي ممحمد اوف وویل چې په مختلفو عواملو او ګټو په خاطر ډېر هیوادونه او کمپنۍ لېواله دي چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د پایپ لاین د جوړېدو په پروژو کې برخه واخلي.

د ترکمنستان د حکومت له لوري په یوه بیانیه کې ویل شوي چې د دغه هیواد ولسمشر د افغانستان د کانونو له وزیر وحیدالله شهراني سره په کتنه کې د انرژۍ د سیکتور پر اهمیت، په تېره بیا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د پایپ لاین د پروژې د عملي اجرا په اړه خبرې وکړې.

دواړو خواوو په دې کتنه کې، چې په عشق اباد کې وشوه، د افغانستان او ترکمنستان د دولتونو ترمنځ د همکاریو د لرلید په باب نظرونه تبادله کړل، ویې ویل چې په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او بشري برخو کې د افغان- ترکمن دولتونو ترمنځ همکارۍ په وروستیو کې یوې نوې کچې ته رسېدلي دي.

د افغانستان د کانونو وزیر وحید الله شهراني ترکمن ولسمشر ته د ولسمشر کرزي پیغام ورساوه. په پیغام کې د افغانستان د حکومت او ولس له خوا د ترکمنستان له سوله غوښتونکو او رغنده پالیسیو خوښي ښکاره شوې او هغه د افغانستان د ستونزې د حل کېدو لپاره بلل شوي دي.

ترکمنستان اوس د افغانستان د شمال لوېدیځ یوشمېر سیمو ته پرېښنا ورکوي او په پام کې لري له افغانستان سره د ترانسپورت او د مالونو د انتقال په برخو کې همکارۍ زیاتې کړي.

دا پایپ لاین، چې د ترکمنستان له «فزیلکه» سیمې څخه پیلېږي او د پاکستان او هند تر پولي رسېږي، ۱۷۳۵ کیلومتره اوږدوالی لري.
XS
SM
MD
LG