د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

"ایران دې د پټو اټومي وسلو د نه جوړولو ډاډ ورکړي"


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلینټن د پنجشنبې په ورځ وویل، اروپایي مقامات هڅه کوي چې له تهران سره يو ځل بیا د مذاکرې پر میز کښیني او د دې خبرو لپاره نیټه وټاکي، خو د امریکا متحده ایالات علاقه نه لري چې په دغه مذاکرو کې ګډون وکړي.

لویدیځ مقامات غواړي، چې دغه خبرې اترې په استانبول کې وشي، خو د چارشنبې په ورځ د ایران د بهرینو چارو وزیر “ علي اکبر صالحي” وویل، چې لومړی هغوي په استانبول کې د خبرو کولو لپاره وړاندیز وکړ، هغه وویل چې په چين او بغداد کې هم د خبرو کولو امکان وو.

ایراني مقاماتو د سوریې او لبنان ذکر هم کړی و، چې په دغو دوو هېوادونو کې خبرې کېدای شي.

میرمن کلینتن زیاته کړه، چې د اروپا د بهرنۍ پالیسې رئیسه “ کاترینا اشتون” له وړاندې له ایراني استازو سره د مذاکرو د ځای د ټاکلو لپاره په خبرو کې پرمخ تګ کړی دی:

“د اروپايي اتحادیې یوې لوړ رتبه استازي میرمن ( کاترین اشتون) او د هغې ټیم له خپلو ایراني همکارانو سره په دې اړه مشورې کړي دي او موږ فکر کوو، چې په دې برخه کې پرمخ تګ شوې دی.

موږ هیلمند یو کله چې په دې اړه وروستۍ فیصله وشي، نو میرمن اشتون به د خبرو نیټه او ځای په رسمي توګه اعلان کړي ”.

میرمن کلینتن دا راز وویل، چې واشنګټن هم د دغې لانجې سوله ئیز حل غواړي ټول انتخابونه د میز پر سر دي.

له ایران سره د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پنځو دایمي غړېو امریکا، بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین جمع جرمني مؤقتي خبرې به د روانې میلادي میاشتې پر ۱۳ نیټه پیل شي.
XS
SM
MD
LG