په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قومندان وایي، په را روان دوبي کې به د دې هېواد په ختیځ کې سختې نښتې په مخکې وي.
امریکایي جنرال جان الن د جرمني له ډی پې اې خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، په داسې حال کې چې دی په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر کموي، له محارب ځواک څخه به په ختیځ کې ډیر کار واخلي، ځکه دوي داسې انګیري چې په دې سیمه کې به په روان کال کې سختې نښتې په مخکې وي.
هغه وویل، په هرصورت راتلونکی کال به د ایتلافي ځواکونو لپاره په دې هیواد کې چې له څه باندې لسو کالو راهیسې د امریکا په مشرۍ جګړه پیل شوې، ډیرمهم کال ځکه وي چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد بشپړ امنیت په غاړه اخلي.
جان الن وویل، د ۲۰۱۳ کال د دوبي ترپایه به افغان امنیتي ځواکونه په افغانستان کې د اوسیدو د ټولو سیمو امنیتي مسولیتونه ترلاسه کړي،خوهغه وویل، د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې چارې به تر۲۰۱۴ کال پورې چې له افغانستانه بهرني ځواکونه وځي، دوام وکړي.
تیرکال لس زره امریکایي عسکر له افغانستانه ووتل چې په دې سره اوس شاوخوا نوي زره امریکایي عسکر په دې هیواد کې پاتې دي اوپه پام کې ده د روان کال تردوبي پورې ۲۳ زره نور عسکر هم له دې هیواده ووځي.
امریکا په اوس وخت کې له افغانستان سره د ستراتیژیک تړون په اړه خبرې پیل کړې چې د نورو مسایلو ترڅنګ به په دې هیواد کې د امریکا د اوږدمهاله پوځي حضور څرنګوالی هم مشخص کوي.
یوه د اختلاف وړموضوع چې د دغه تړون په اړه روانې خبرې یې ټکنۍ کړي، د امریکایي ځواکونو له خوا د افغانانو پرکورونو د شپې د عملیاتو ترسره کول دي. افغان ولسمشر حامد کرزي په کراتو کراتو د دغو عملیاتو د بندیدو غوښتنه کړې ده.
د ناتو چارواکي ادعاکوي چې د دوی د پوځي هڅو په ترڅ کې دغو عملیاتو د طالبانو د کمزوریدو لپاره ښه نتیجه ورکړې ده.
په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونوعمومي قومندان وویل، د شپې له خوا عملیات اوس له افغان کوماندو ځواکونو سره په ګډه ترسره کیږي.
جان الین وویل، که څه هم دغه عملیات یواځې د امریکایي ځواکونو له خوا ترسره کیدل خو اوس په اکثره دا ډول عملیاتوکې افغان امنیتي ځواکونه کافي برخه اخلي او ترډیره ټاکلي اهداف هم د همدوی له خوا لاس ته راوړل کیږي.
الین دغه راز وویل، بهرني ځواکونه په سلو کې شاوخوا نوي عملیات له افغان امنیتي ځواکونه سره په ګډه ترسره کوي او په سلو کې د شاوخوا څلویښتو عملیاتو مشري هم افغانان کوي.
هغه وویل، موږ غواړو چې افغان امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه د ټولو عملیاتو مشري ترلاسه کړي ځکه د افغانستان ملي حاکمیت هم د دې شي غوښتنه کوي.
چارواکي وایي، د لویدیځ له خوا د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې له پلان سره سم به ترراتلونکو څو میاشتو پورې د افغان امنیتي ځواکونو شمیر ۳۵۲ زرو ته ورسیږي، خو دغه ځواکونه په مخکې ډیرې جدي ستونزې هم لري، د ځواکونو له لیکو د عسکرو تیښته، بې سوادي، اداري فساد او د مخدرو موادو استعمال جدي ستونزې ګڼل کیږي.
په دې وروستیو کې یوه بله ستونزه هم راپورته شوي. د افغان عسکرو له خوا پرخپلو متحدینو وژونکو حملو هم اندیښنې زیاتې کړي دي.
خو په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونوعمومي قومندان وایي د نیمایي دا ډول حملو ترشا ښایي طالبان لاس ولري خو نورې یې په انفرادي انګیزو ولاړې دي.
هغه په دې ټینګار وکړچې د دا ډول حملو د مخنیوي لپاره یې په دې ورستیو کې جدي اقدامات کړي دي.